مخالفين له افغان دولت سره يوځاى شوي

56 | نوومبر 3rd, 2009


په بادغيس ولايت كي د مخالفينو يو اووه كسيز ګروپ له دولت سره يو ځاى شو .
د افغانستان د ملي امنيت له رياست څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه كي راغلي، دغه مخالف كسان د قومندان محمد نبي په مشرۍ له يوه اندازه وسلو او مهماتو سره افغان دولت ته راغلي.
دوى ژمنه كړې چي نور به په ورانكارو فعاليتونو كې برخه نه اخلي.
خبر پاڼه وايي چي امنيتي ځواكونو د سولي او پخلاينې له پروسې سره د دغو كسانو يو ځاى كېدلو ملاتړ كړى دى .

Copyright Larawbar 2007-2024