کور / تازه خبرونه / ببرک تاڼې کې بمبار شوى

ببرک تاڼې کې بمبار شوى

رپوټونه وايي د پا کستان پر پوله پروت د خوست ولايت د ببرک تاڼې په سيمه کې پر يوې مدرسې د نړيوالو ځواکونو لخوا بمبار شوى . تر اوسه معلومه نه ده چې څو کسان به په بريد کې وژل شوي وي ، نړيوال ځواکونه وايي چې ددوى په ځواکونو له يوه وسله وال بريد وروسته بريد کونکي پر مدرسه ننوتل او دوى د بريد کونکو دله منځه وړلو په موخه په دغه مدرسه بمبار وکړ . سيمه ييز خلک وايي په ببرک تاڼې سيمه کې د دغه بريد په غبرگون کې خلک قهريدلي او د لاريون گواښونه کوي .