اوباما او ميركل د افغانستان په اړه خبري كړي

56 | نوومبر 4th, 2009


د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د جرمني له صدراعظمې سره د افغاستان په اړه خبرې وکړې.
انګیلا میرکل له سپتمبر راوروسته چې بیا صدراعظمه وټاکل شوه دا لومړی ځل دی چې له بارک اوباما سره خبرې کوي.
په دې خبرو كې چې د سه شنبې په ورځ په واشنګتن کې وشوې، د امریکا ولسمشر وویل، جرمني په ټولو نړیوالو مسایلو کې زموږ غښتلی ملاتړی دی.
بارک اوباما بیا په افغانستان کې د جرمني عسکرو قربانۍ وستایلې.
د دغو دو مشرانو په خبرو کې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون مساله هم وڅیړل شوه

Copyright Larawbar 2007-2024