كاى ايډه: كرزى بايد ژمني عملي كړي

56 | نوومبر 4th, 2009


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي وویل چې ولسمشر کرزی باید په نوې کابینه کې له کړو ژمنو سره سم تغییرات راولي، کنه نړیوال به ورته شا کړي.
کای ایډه د امریکا ملکي اطلاعاتي خپرندویه ټولنې یا پي بې ایس ته، پرون له کابله په ټیلفون كي وویل چي موږ په افغانستان کي د بدلون په حال کي یوو.

کای ایډه خبرداری ورکړ چي له څو میاشتو راهیسي په نړیواله سطحه د افغانستان په اړه جدي بحثونه شوي دي، که چیري مثبتې نښي د نوي افغان حکومت په ترکیب کي ونه لیدل شي، کیدای شي چي د نړیوالو خبرې اترې نوري هم جدي شي او افغانستان به يې له اغېز څخه ليري نه وي.

Copyright Larawbar 2007-2024