کور / شعر / د ناپوهۍ بلا

د ناپوهۍ بلا


په کور کې مې دېره دجهالت توره بلا ده


دا ځکه پلار له زويه زوی له پلاره په ژړا ده


 


په کور کې مې خپرې تورې تياري د جهالت دي


داغونه مې په زړه د دښمنۍ او د نفرت دي


چې هرې خواته ګورمه نو نښې د قيامت دي


په وينو ېې لاس سره دي که امي او که ملا ده


داځکه پلار له زويه زوی له پلاره په ژړا ده


 


امر ګوره مامور باندې کوي رنګ رنګ ظلمونه


يتيم په ژړا ژاړي تره ېې خوري سر او مالونه


مظلوم هم په ژړا په سترګو غبرګ ايښي لاسونه


هر څوک ګورم ولاړ د زورور سړې تر خوا ده


دا ځکه پلار له زويه زوي له پلاره په ژړا ده


 


قاضي صاحب ته ګوره ده ساتونکی د شريعت


ايمان او خپل ضمير ېې ګرځولی ده رشوت


پيسو نه چې جب ډک که بېګناه کړي ملامت


ابليس واېې لعنت قاضي دا ستا پدې قضا ده


داځکه پلار له زويه زوی له پلاره په ژړا ده


 


قلمه راته تل ليکه رښتيا رښتيا بيان


دهېچا زوی هم نه وي چې غريب وي په جهان


خبره ېې څوک نه اوري ورته نه ښکاري انسان


پيسه چې ېې ده جب کې هر خبره ېې رښتيا ده


دا ځکه پلار له زويه زوی له پلاره په ژړا ده


 


اچار ترېنه جوړ شوی څوک به بېل که تور او سپين


ورور وينم د خپل ورور له لاسه ښکاري په زړه شين


ف – ث ګوره چې ونه کړې په چا باندې يقين


تسبيح په لاس د هر سړي په ژبه لا اله ده


دا ځکه پلار له زويه زوی له پلاره په ژړا ده