کور / شعر / نه به ته يې نه به زه يم !!!

نه به ته يې نه به زه يم !!!







استاد يار
محمد

يوه ورځ به
دا جهان وي نه به ته يې نه به زه يم
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به
زه يم

سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو

سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم


د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه
بل
محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم


تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د ميني وژني

بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم


د باطل نمرود به اور وي او د حق چيغي او شور وي

څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم


لا چښي به په خلوت کي غلي غلي شرابونه
ريا
کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم


څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم
لاندي
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم


بازاري ميني به پلوري اشاري دبورو سترګو

ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم


له شهبازه به را اوري ((جهاني)) ستا غزلونه

ستا دميني به داستان وي نه به ته يې نه به زه
يم