کور / تازه خبرونه / په کډوالو ژمني او خوراکي توکي وويشل شول

په کډوالو ژمني او خوراکي توکي وويشل شول

خوست: په يو شمير کډوالو ژمني او خوراکي توکي وويشل شول


   د خوست ولايت د باك او ځاځي ميدان په ولسواليو كې پريوشمېرهغوكډوالوخوراكي او ژمني توكي وويشل چې له قبايلي سيمي كورمه ايجنسۍڅخه د سني اوشعيه ډلوترمنځ د روانو جګړو له ويرې را كډه شوي دي.
  لدې وړاندې د خوست په عليشېرو ولسوالۍكې د ولسمشر كرزي له خوا د كډوالو چارو وزير په مشرى رالېږل شوې ځانګړي پلاوي هم  په پنځه سوه راكډه شويوپاكستاني كورنيو باندې ورته توكي ويشلي وو. 
دخوست والي ارسلا جمال وايي پردغوكورنيو خوراكي او ژمني توكي، چې خيمې، كمپلې، ترپالونه، غنم ،اوړه او غوړي پكي شامل دي، وويشل شول.
  ده زياته كړه له كومې ورځې چې خوست ته د كورمې ايجنسۍ څخه د كډوالوراتګ پيل شوى او دوى خبرشول چې په كډوالو كې زياتر ښځې  اوماشومان دي، له هغې ورځې يې د عليشېرو، باك اوځاځي ميدان سرحدي سيموته له دارو درملو سره يوځاى د ډاكټرانو ډلې وروليږلې، ځكه خو د ژمي پدې سختو ورځو شپوكې د هغوى ماشومان له ناروغيواو په ځانګړي ډول له سينه بغل څخه وژغورل شول،
له كورمې څخه خوست ته راغلى يوتن كډوال وايي چې ځايي خلكو دوى ته په خپلو كورنوكې ځاى وركړى، ځكه خو له ډېرو سختيوڅخه په امن كې دي