کور / تازه خبرونه / پوليس:17 انسان تښتونكي مو نيولي دي

پوليس:17 انسان تښتونكي مو نيولي دي

دهلمند پوليس خبر وركړ چې دهغه ولايت په ګريشك ولسوالي كې 17 كسان په دې تور نيولي چې دپېسو لپاره يې انسانان تښتول او كه به چا پيسې ورنكړې بيا يې وژلوول . دغه كسان كه څه هم داتورونه نه مني خو پوليس وايي چې ددوى خلاف شواهد په لاس كې لري . بايد وويل شي چې په هلمند ولايت كې انسان تښتونې خورا زور اخيستى وو او په دې وروستيو كې دهغه ولايت په مارجه ولسوالي كې هم پوليسو د6 كسانو انسان تښتون ك و دنيولو خبر وركړ.پويسو دغه اوسني نيول شوي 17 كسان خبريالانو ته وروښودل .