کور / تازه خبرونه / زابل: ايتلاف دحكومتي مامور دوه زامن ونيول

زابل: ايتلاف دحكومتي مامور دوه زامن ونيول

دزابل ولايتي چارواكي وايي چې نړۍ والو ځواكونو ديوه حكومتي مامور دوه زامن بېولي دي . دغه مامور دترافيكو په ماموريت كې كاركوي او وايي چې زامن يې بېګنا امريكايي ځواكونو بنديان كړي دي . خو دزابل حكومتي چارواكي وايي چې په دې اړونديې پلټنې پېل كړي دي . دنيول شويو كسانو پلار وايي چې امريكايي ځواكونه يې دافغان پوليسو پرته په كور ورننوتلي دي .