کور / طنز / ( اتڼ په پارلمان کي ) دريمه صحنه

( اتڼ په پارلمان کي ) دريمه صحنه

Abdul Nafi Himmat


ليکونکی :عبدالنافع همت – کابل ( برېښناليک: an_himmat@yahoo.com – ټيلفون :٠٧٠٨١٩٨٤٥١ )
پرله پسې: لومړۍ  دوهمه برخه ، دريمه برخه ( همدا برخه )، څلورمه برخه ، پنځمه برخه .
تلويزيوني ډرامه


درېيمه صحنه:


ځای: د ولسي جرګې تالار


وخت : ورځ


نسيم خان : (يوه خاشه په غاښ کي وهي او خاندي ) وکيلانو صاحبانوډوډۍ خومو په خيروخوړه، څنګه غوړه وه که نه؟


ملادروېش: دنن غوړ بحث له برکته ډوډۍ څه، چې ماښام به موخوبونه هم غوړ او خواږه وي .


طلامحمد: ( په ناخوښۍ) څه غوړه وه ؟ زه خو ولاکه  بيخي موړ شوی يم، بايد د نننۍ غونډي په اجنډا کې داموضوع هم شامله شي چي د ډوډۍ کيفيت سم شي، ديو ملت استازي چي په ګېډه ماړه  نه وي نو ملت به څنګه په ګېډه موړ شي ؟ 


لالاجان : ستا خبره بيخي سمه ده، خوکه موږ ښه معاشونه ولرو، نوټول مشکلات موحل کېږي


نسيم خان : ښه اوس دغونډي اصلي موضوع ته ځو، لومړی د ملت، ياني ولسي جرګې  امتيازات او حقوق په ګوته کوو او بيا به له دې لاري د ولسي جرګې بوديجه معلومه کړو. لومړی پرمعاشونوخبري کوو


ملادروېش : زه خو وايم چي، زموږ معاشونه دي پنځه زره ډالره شي.


طلامحمد: دا ته څه وايې؟ پنځه زره ډالره څه شى دي؟ وزيران سره له دې چي د ملت په رايو نه دي ټاکل شوي، بيايې هم معاشونه اونور امتيازات ترموږ څو برابره لوړ دي، دا معاش خويوازي زما دنسوارونه بسېږي. 


  خېمه وال : ښه وايي ، په دې معاش به کومه نخره بنده شي، زه نه واده لرم اونه په کابل کې خپل کور، تاسي ټول خبرياست چي زه يو خو مجرد يم او بل په خېمه کې اوسم ، دا د دولت لپاره شرم دى چې، د ملت يواستازى په خيمه کي اوسېږي


قوماندان کله : يوازي د مجردۍ خبره نه ده ،زه ښځه لرم،خو هغه اوس ډېره زړه شوېده ،اوس خوموږ د ملت نماينده ګان يو اوبل نود ډيموکراسۍ عصر دی، چې په لوکس هوټل کي د” اهسته برو“ واده نه وي کله خوند کوي


ملادروېش : ياره قوماندان صاحب مه کمېږې، زموږ ټولو زړونه له دغسي ملي ارمانو ډک دي، لکه په دې کاکړۍ غاړه کي چي وايي:


زړه مې ډک له ارمانو _  لکه انار د سرو دانو


لالاجان : ملادروېشه خوله دي جارشم ، په ترنم کي يې ووايه ،چې د زړو زنګ مو والوزي


( ملادروېش دغه کاکړۍ غاړه له څونورو وکيلانوسره په ترنم کي وايي او نورڅو وکيلان ورسره (واه واه) وايي، دغه ډول يو وکيل اتڼ هم ورسره کوي)


نظرعلي : ياره زما خوداسي خوښه ده چي، د هر وکيل معاش دي اته زره ډالره شي.


زېبا : (په درد) تاسي څه واياست؟ ددې دوه برابره معاش خو زموږ په وزارتونوکي يوبهرنى مشاور لري.


قوماندان کله شخ : ګورئ وروڼو! بهرنيان چي هرڅومره معاش لري، نو نوش جان دي يې شي. ځکه د دوى له برکته نن موږ داسې يو پارلمان لرو، چې ډالر، لکه باران داسي راباندي رااوري. موږ بهرنيان څه کوو، هغوی به خپل کارکوي اوموږ به خپل کارکوو.


لالاجان: داډالر موږ ته په خيرات کي نه راکول کيږي، خولې موتوی کړي دي، ځان مومرګ ته ورکړی دی.


سرور خان : وايي : چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي _ چا ويل چې پارلمان کي ډالر نشته


( ټول خاندي)


ملادروېش : ياره زه خوداسي فکر کوم چې داډالر دطالبانو له برکته پر موږ رااوري


نيکو: ملادروېشه ته هم داخبره کوې؟ موږ مقاومت وکړ، موږ قربانۍ ورکړې اوته وايې چې دطالبانوله برکته


نسيم خان : ( په خندا) اوس خودادی خبريالان نشته، ملادروېش سمه خبره وکړه


سرورخان : ددوعا په ډول لاس پورته کوي) خدای دي ملاعمر او اسامه ته دحضرت خضرغوندي اوږد عمر ورکړي، که دوی نه وای اوس به موږ دادومره ډالر له کومه کولای


( څوکيلان امين امين ورسره وايي )


نسيم خان : ښه له موضوع څخه به ليري نه ځو. د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس د غړومعاشونه پنځه زره ډالره دي. خو داچي هغوى د بډايوخلکو استازي دي، نواړتياوي يې هم لږ دي، خوموږ چي د ډېر غريب ملت استازي يو، ضرورتونه موهم ډېردي، نو په دې اساس دي زموږ د هر وکيل معاش لس زره ډالره شي، څنګه خوښه مو ده؟


(ټول په ګډه) هو! خوښه موده.


لالاجان: ولاړېږي اتڼ کوي او داتڼ داناره ورسه کوي: اتڼ کوه ميرداده _ نن بيا دچرګ ښوروا ده.


( څووکيلان چکچکي ورسره کوي اوخاندي )


نسيم خان : زه وياړم چي افغانستان نن يوداسي پارلمان لري، چي د وکيلانو معاشونه يې دکانګرس تر غړوهم ډېر دي، زه هيله لرم چي، نورامتيازات به يې هم ترکانګرس ډېرشي.


( شور، چکچکې او شپېلکونه )


ډاکټر نذير: ( دملنډو په ډول ) وايي : ( مور يې په کلي شلومبې غواړي _ لوريې په نيم من کوچوسرنه غوړوينه). زموږ دولت د خيرات په پيسو ګوزاره کوي او تاسي ځانونوته لس زره ډالره معاشونه ټاکئ، اوس که خبريالان نشته، اخرخوهم مطبوعات خبرېږي او هم ملت او نړئ. تاسي لږ فکر وکړئ داد شرم خبره نه ده؟


نسيم خان : هيڅ دشرم خبره نه ده، موږ خوغواړوچي هر افغان دغه ډول امتيازات ولري، خوکه موږ ټول ملت ته دومره لوړامتيازات نه شو ورکولای نو استازيوته خو يې ورکولای شو


خداقول پهلوان : ډاکټر صاحب هسي مه خپل وخت ضايع کوه او مه زموږ، که غېږ باسې نو رامخکي شه او که ډېرځان ته هوښيار وايې نوته هم دحاجي واحد په شان له خپلې ډلي سره له غونډي ووزه، موږ خپل کارته پرېږده، پوه شوې؟


ډاکټر نذير : ( په لوړ اواز) زموږ ملګري دي راولاړ شي ، موږ دغه لايحه ردوو


( ډاکټرنذيرله يوې ډلي وکيلانوسره دغونډي له تالاره وزي )


نسيم خان : ( په خندا) ښه شو چي داډله هم ووته، اوس مونو ښه غوږونه پرارامه شوه. ښه اوس بيرته خپلې خبرې ته راځو


قوماندان کله شخ : زه خووايم چي، د معاش نوم پر ياد شو، سړى ولاکه  په کښې سرمايه داره شي.


طلامحمد : ( داسندره وايي) يا قربان! معاش د بادو پيمانه ده _ نه پرې موړشې نه به جوړ کړې تعمېرونه.


( ټول خاندي)


سرورخان : زما وړانديز دا دى چي د ماليې وزارت دي له نړيوال بانک څخه زموږ لپاره پورونه راواخلي چې، يو کار و بار شروع کړو.


علي درياب : سرورخان ښه وايي. په دې نظام خو هسي هم يوه مياشت باور نه دى په کار، که پاته هم شي، نودغووکيلانوته په نورو انتخاباتوکې خلک رايي نه ورکوي، بيا به موږ څه کوو؟ ما خوولا که په دا شل کاله بې جګړې بل کار کړى هم وي او نه مي زده دى، يو څوميله سلاوي مي درلودې، هغه هم په (ډي ډي آر) او ( ډاياک) کي ولاړې .


نسيم خان : دا هم ښه وړانديز دى، حکومت دي له نړيوال بانک څخه د هر وکيل لپاره يومليون ډالره پور واخلي، دغومره پيسې بس دي؟


سرورخان : پيسې خو بس دي، مګر دا پيسې به موږ څنګه لاسته راوړو؟ څنګه به کار و بار په کوو، اوس هم ځينوخلکو اوازې راپسي اچولې دي چي،  بيت المال يې چورکړ، په تېره بيا خبريالان خو لکه سيوری داسي راپسې دي. زما وړانديز دا دى چي، نړيوال بانک دي په پارلمان کې دننه يوه څانګه پرانيزي چي، موږ له پارلمانه دباندي بل بانک ته بېخي اړ نه شو.


لالاجان : حق ده پيره! حق ده پيره! بس زما د زړه خبره دي وکړه.


نسيم خان : ښه دا خبره خو ومنل شوه، بل څوک وړانديز لري؟


ملادروېش : بله خبره زموږ د مېلمنو د ځاى ده، زماخپله څلور ښځي او شپاړس مي اولادونه دي، موږ خپله په کورکې نه ځايېږو، مېلمانه لابل داوږو بار دی، هره ورځ شل دېرش مېلمانه لرو، يوه رايه يې راکړې ده، اوس موترکيندلي ګوره نه پسې پرېږدي. دهرچا چې، د کابل چکر ته هوا وشي، بس زموږ کره راځي.


خيمه وال : اى وروره! موږ کورونه  نه لرو، ته د مېلمنو خبره کوې!


قوماندان کله شخ : تاسي وزيرانوته وګورئ، د ملت استازي هم نه دي، خوبيا هم په شېرپورکي کورلري، يوازي دوی نه ،ځينويې خپلوزامنو اوخپلوان ته هم يو يوکور ورکړی دی .


نسيم خان: دا ډېر ښه وړانديز دى، بايد هر وکيل ته په شېرپورکې يوکور ورکول شي اوکه حکومت زموږ دغه وړانديز ونه مانه


خيمه وال : دنسيم خان خبره پرې کوي ) بيا يې زما چم زده دی، ماخوپېژنې کنه؟


(ټول خاندي)


ټول په ګډه : هوولا،دايې ښه لاره ده، بس داسي يې وبولئ چې په شېرپورکې مو يو،يو کور وګاټه


ملادروېش:  داچي تر دې وروسته به موږ د امريکا په سويه امتيازات لرو، نو بايدچي مېلمانه موهم د امريکا غوندي نازولي وي؛ په يوعادي کورکي و نه اوسېږي. زما وړانديز دا دى چي حکومت دي هروکيل ته يو، يو مېلمستون ( ګيسټ هاوس ) ورکړي.


سرورخان  : ايا دا وړانديز به دولت ومني؟


ملادروېش : ولي يې نه مني، وايي : ددلبرو صدقې لره يې غواړم _ هسي نه چي په دنيا پسې زهير يم


موږ خود ځان غم نه کوو، د مېلمنو لپاره يې غواړو


نسيم خان : بس بس غم مه کوئ دا وړانديز هم ومنل شو. زه په کابل کي درې سوه کورونه لرم چي، په عصري ډول جوړ او د ګيسټ هاوس لپاره ډېر مناسب دى،خوبايد حکومت زما کورونه وکيلانو ته ورکړي،ځکه چې موږ له پارلمانه دباندي بل چا ته اجازه نه ورکوو چي دغه ګټه وکړي


ملادروېش : که اجازه وي نو زه به په دې باره کې يو پښتو شعر ووايم


مېرمن شېرازي : ( په قهر ) بس اس ديګه ، بيخی ديګه حوصله نه مانده ، اى چه پشتو و پشتو بازى اس، درست فارسی صحبت کنيد که من نيز بفهمم.


نسيم خان : (په خندا) مېرمن شېرازي ښه وايي، په فارسي خبري وکړئ او که کومه خبره په پښتو وي ، ملا دروېش صاحب تاسي د شېرازي څنګ ته ښه نژدې  ناست ياست، ورته ترجمه کوئ يې


ملادروېش :(د شېرازي سترګوته په ځيرځيرګوري اودواړه لاسونه پرځيګر ږدي ) پردواړوسترګو صاحب


لالاجان : مېرمن شېرازي ښه خبره کوي، زه نه په دوهمه ژبه پوهېږم اونه سواد لرم. دلته چي تراوسه څومره پړپړې راغلي ماولاکه يوهم لوستی وي اونه په خبريم چې ، موږ يې کوم ځای ور واړاوه. موږ بايد ددې کار لپاره يوترجمان اويومنشي ولرو


قوماندان کله شخ : بايدپردې سربېره موږ ته د انګليسي ژبي کورسونه هم جوړ شي،ځکه موږ چي کله ناکله خارج ته ځو، نوداسي نابلده شا وخوا ګورو، لکه شادګل چي کابل ته راغلى وي


طلامحمد : رښتيا هم زموږ هغه وکيلان چي انګرېزي ژبه يې زده ده، په خارج کې له خارجيانوسره ښه غوړبانډارونه کوي او موږ لکه ګونګيان ورته ګورو، وايي: توره توته مات دي شه ښاخونه – موږ درختى نه شو- ليلا درکي جوړکړي دي ځايونه.


( ټول ورسره خاندي )


شېرازي : طلامحمده ته به انګليسي ژبه زده کولاى شې، خو موږ دومره حوصله نه لرو.


نسيم خان : ښه وړانديز دى، هغه څوک چي دغه کورس نه غواړي، هغه ته به نغدي پيسې ورکړو.


ملادروېش : زه خووايم موږ ته دي د انګليسي ژبي ترڅنګ ځيني نورکورسونه هم جوړ شي، لکه موسيقي، سينګار، تمثيل او داسې نور. زما خو بې له جنګه بل هنر نه دى زده، هغه هم اوس دومره په درد نه خوري، اوس غواړم چي يو بل هنر زده کړم.


زېبا : ملادروېش د سينګار خبره وکړه، تاسي ته خو معلومه ده چي د ملت دښمنان موږ په هر ځاى کي څاري، زه خوخپله له ډاره په بهرنيو هېوادونوکي خپل وېښته جوړوم. زما وړانديز دا دى چې موږ ته دي يو سينګارتون (ارايشګاه) جوړه شي. يوه افغانه مېرمن شته، چي په دې برخه کي لوړې زده کړي لري او د افغانستان د يوه پخواني لومړي وزير لورده. هغه په خپل کارکي دومره بريالۍ ده، چي د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر ( بل کلنټن )  وېښته يې هم جوړکړي دي. دغه مېرمنه به نه يوازي دا چي زموږ د ارايشګاه مسووله وي، بلکي د وېښتو د جوړولو د کورس استاده به مو هم وي.


( شور، چکچکې او شپېلکونه )


خداقول پهلوان : دلته د بهرنيوسفرونويادونه وشوه. زه وينم چي يوازي ځيني خاص وکيلان بهرته سفرونه کوي،په تېره بيا شمشېرزبان خو خارج ته دومره ډېرسفرونه کوي چي بيخي ولسي جرګه ځني خبره نه وي، بايد ټول وکيلان په نوبت خارج ته سفرونه ولري.


شمشېر زبان : څه شی؟ څه دي وويل؟


خداقول پهلوان: هسي خوله مي خطاوته


(ټول خاندي)


ملادروېش : زه هم وايم چې دخارج سفرونه بايدډېر شي ، که داسي ونه شي، نو زموږ به له غمه زاره وچوي، هره ورځ مو مؤکلين د غم خبري راته کوي؛ يو وايي زموږ سيمه امريکايانو بمبارد کړه، بل وايي زموږ په سيمه کي ځانمرګي بريد دومره کسان مړه کړل. بس زړه مو له ګرومه راډک کړي، ښه دى چي يوڅه وخت موغوږونه پر ارامه وي. موږ به خپل کارکوو، خلک څه کوو، وايي: که دانا يې، اور له خپله ځانه مړ کړه – د جهان اورونه پرېږده چي بلېږي.


(شورچکچکي اوشپېلکونه)


نسيم خان : ياره ملادروېشه بيخي دي زما د زړه خبره وکړه، زه خو دا وړانديز کوم چي هروکيل ته دي ډيپلوماټيک پاسپورټونه ورکول شي، چې هر وخت يې زړه وغواړي، بهرته ولاړ شي.


شېرازي : ډېر ښه وړانديز دى،خو زه يو بل وړانديز هم لرم، هغه داچي زموږ اولادونوته دي په خارج کې د زده کړې زمينه برابره شي.


ملادروېش: ياره افرين! که اجازه دي راکولاى، نوپرمخ مي مچولې.  زموږڅخه خوهسي هم تېره شوه،که زموږ اولادونه ښه راتلونکى ولري، زموږ ملت به ډېرنېکمرغه وي .


قوماندان کله شخ : که له حکومت سره د ملت د راتلونکي غم ورسره واى، نو دا کار يې مخکې لا کولاى شواى، ځکه څه موده مخکي چې (١٢٠٠) بهرني بورسونه راغلي وو، عاموځوانانو ته ورکړل شول. دوولس سوه بورسونوکله دملت بس کېږي. که دا بورسونه يې زموږ اولادونوته راکړي واى، نود ټول ملت استازيتوب به يې کړی واى. 


نسيم خان : ډېر ښه وړانديز دى، ټول ورسره موافق دي. (ځنډ) ښه بل څوک وړانديز لري؟


شمشېر زبان : تر ټولومهمه خبره زموږ د روغتيا ده، په افغانستان کي خوموږ او تاسي ته معلومه ده چي، د ملاريا سمه درملنه هم نه کېږي، زه وړانديز کوم چي، بايد زموږ او زموږ دخپلوانودرملنه په بهر کې وشي.


طلامحمد : رښتياهم که زموږ د روغتيا غم و نه خوړل شي، نو زموږ د اشتها خوند به هم نه وي.


شمشېر زبان : گېډه خو ضروري ده، مګر ددې تر څنګ، روحي غذا ته هم پام په کار دی، مطلب مي دا دى که د يو ټنګ ټګور بند و بست دي هم وشي نو ډېربه ښه وي.


زېبا : شمشېر زبان ډېره ښه خبره کوي. ټولو ته معلومه ده چي، کابل ته څو سندرغاړي راغلل، خوموږ يې ولاکه ترنګ هم اورېدلى وي، په دې چي د ترهګرو له ډاره يې کنسرټ ته نه شواى ورتلاى. زما وړانديز دا دى چي، د پارلمان په تالار کي دي وکيلانو ته کنسرټونه جوړ شي.


نيسم خان: په حقيقت کې زموږ ټول دردېدلى ملت ذهني ارامتيا او روحي غذا ته اړتيا لري، بايد زموږ ملت د دغوکنسرټونو په وسيله تېري ناخوالي او غمونه هېرکړي، خو د افغانستان اوسنی امنيتي او اقتصادي وضعيت دا نه ايجابوي، چې ټول ملت دي په کنسرټونوکې برخه واخلي، خوکه د ملت استازوته دلته کنسرټونه جوړ شي، نو داهم په حقيقت کي د ټول ملت لپاره د ذهني ارامتيا او روحي غذا مانا لري


علي درياب: زما يوبل وړانديز دا دى چي، موږ ته دي د بليارډ، باکسنګ، ټېنيس، پهلوانۍ اوداسي نورکلبونه جوړ شي، په تېره بيا رزمي ورزش خو بېخي ضروري دى، چي له ځانه دفاع وکړو، هغه يوڅو ميله سلاوي چي مو درلودې، په ډاياک کي ولاړې. هسي هم اوس څوک چندان دمجاهدينوقدر نه کوي


نظرعلي : علي درياب ښه خبره کوي، هغه بله ورځ زما د اخښي موټر پوليسو په لاره کي درولى و، چې زه دا کاردځان سپکاوى ګڼم، ځکه چي يو د ملت استازى او بل مجاهد يم. پوليس بختور وو، چي زما موټريې و نه دراوه، که نه نو زه به ورسره جوړ شوی وای، که سلاوې مي په ډاياک کې ولاړې، نو پخوانى څټک او مېخونه خو راپاته دي، همدا اوس هم د موټر په سويچ بورډ کې راسره دي.


نسيم خان : ډېره پرځاى خبره ده، تر دې وروسته د هيڅ وکيل موټر تالاشي څه، چي درول يې هم جرم دى اود ډاياک په باب بايد ووايم، چې څه موده مخکي د پارلمان له يوه وکيل څخه د ډاياک دپروګرام له مخي وسلې اخستل شوي وې،چي موږ دغه کار په کلکه غندو، تردې وروسته به نه يوازي داچي له هيڅ يوه وکيل څخه وسلې نه اخيستل کېږي، بايدنوري وسلې اوباډيګارډان هم ورکړل شي.


معلم خدايداد: نه بابا، په باډيګارډانو څه نه ده جوړه. دې ځانمرګو بريدونوته سل باډيګارډان هم ځانونه نه شي ټينګولاى، موږ ته دي يو يو زري موټر راکړل شي.


سرورخان : دا وړانديز هم سم  دى، خومسئله تردې هم ډېره جدي ده. پرون مي د موټرټاير پنچر شو، نږدې و زړه مي درېدلى واى. ما چي ويل بم يا ماين دى


(له پارلمان څخه دباندي دمظاهره چيانوغالمغال اورېدل کېږي)


زېبا : (بڼه يې الوزي) تاسي يوځل چوپ شئ دادڅه شي غالمغال دی؟


نسيم خان : هيڅ هم نشته، بېغمه اوسئ


خيمه وال : ( په وارخطايي) فکرکوم چي امنيتي وضعيت خراب دی، ښه به داوي چي غونډه پای ته ورسوو


( څو تنه وکيلان ولاړېږي اوپه وارخطايي د تالار د دروازې خواته په منډو پيل کوي)


نسيم خان : ( د ډاډ په ډول ) محترمو وکيلانولطفاً کښېنئ، هيڅ خبره نشته


( څوتنه وسله وال کسان راځي او د نسيم خان ترڅنګ چمتو درېږي )


جنرال فضل الحق : ( ددروازې پرخوامنډه کوي)


نسيم خان: جنرال صاحب تاخوډېرې جګړې ليدلي دي ، ته ولي ډارېږې؟


جنرال فضل الحق : ستاخوځکه زړه ډاډه دی چي په سوونو ملېشې لرې، زه يوازي دوه باډيګارډان لرم، که دمظاهره چيانوپه لاس ورغلم، نوبڼکې بڼکې به مي کړي


ډاکټر رنځوروال : ( په موبايل ټيلفون کي خبرې پای ته رسوي اوپه وارخطايي وايي ) رئيس صاحب ماته همدااوس زما يودوست ټيليفون وکړ چي مظاهره چيانوپه ښارکي څوځايونه چورکړي دي اواوس يې ارياناټيلويزيون محاصره کړی دی


نسيم خان: ( په خندا) اوهو، ډاکټر صاحب خپله خوډارېږې، اوس نور وکيلان هم ډاروې 


( سرورخان خپل پاسپورټ له جېبه راباسي، ژر، ژر يې څوپاڼې اړوي اوبيرته يې په جېب کې اچوي)


( ملادروېش ددروازې خواته روانېږي اوتيښتې ته ځان جوړوي )


نسيم خان : ( په خندا) ملادروېشه ته خومجاهد سړی يې، ته ولي ډارېږې؟


ملادروېش: ياره په داسي وخت کې مجاهداو نا مجاهد نه غواړي، نرهغه دی چي ځان يې خوندي کړ


شمشېر زبان: ( په ژړا) وۍ خدايه چي پرکومه لاره ووزم؟


ملادروېش : ( شمشېر زبان په غوړمالۍ ترلاس نيسي) غم مه کوه راځه زماسره ولاړه شه


شمشېر زبان: ځه ورک شه توپکيه، په تاڅه باور په کار دی


( په لږ وخت کې له څووکيلانوپرته نور ټول دغونډي له تالاره وزي )


نيسم خان: (  په خندا هغوخلکوته خطاب کوي چي پاته دي ) عجيبه خلک دي له مظاهرې څخه هم ډارېږي، داکه کومه کودتا وشي، نو زاره به يې وچوي


زېبا : ( په اندېښنه ) دامظاهره چيان دلته رانه شي


نيسم خان: زېباچاني ته هيڅ اندېښنه مه کوه، مظاهره چيان زموږ خپل خلک دي ، که ټوله کابل هم چورکړي، نودلته نه راځي


( يونفرراځي اونسيم خان ته په غوږ کي يوه خبره کوي )
نسيم خان : زموږ اوستاسي دوتولپاره تياری نيول شوی دی، راځئ چې ځو
( نسيم خان اوپاته وکيلان دغونډي له تالاره وزي )