کور / طنز / ( اتڼ په پارلمان کي ) دوهمه صحنه

( اتڼ په پارلمان کي ) دوهمه صحنه

Abdul Nafi Himmat


ليکونکی :عبدالنافع همت – کابل ( برېښناليک: an_himmat@yahoo.com – ټيلفون :٠٧٠٨١٩٨٤٥١ )
پرله پسې:
لومړۍ  دوهمه برخه ( همدا برخه )، دريمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه .


تلويزيوني ډرامه


دوهمه صحنه:


ځای: د ولسي جرګې تالار
وخت: ورځ


نسيم خان: (عينکي پر سترګوسموي) د ملت درنو استازو!
 د ولسي جرګې نننۍ غونډه د ملي ګټو په باب ده. تاسي ته معلومه ده چي موږ د دولت اجرائيوي ارګان نه يو، چې واک او پيسې دي ولرو او د ملت ستونزي دي اواري کړو.
 له څه مهاله راهيسي چي ولسي جرګه جوړه شوې، نو د خلکو ژوند د دې پر ځاى چي ښه شي، ورځ په ورځ خرابېږي. نړيوالو ټولنو چي تر دې مهاله زموږ سره څومره مرستي کړي، نو په هغه وطن او ملت څه، چي دولت هم نه شو موړ، خو هغه بهرني ډالرونه چي همدا اوس زموږ په بانکونوکي پراته دي،که په پارلمان ولګول شي، نو باور وکړئ، چي موږ به د امريکا د متحده ايالاتو په څېر پارلمان ولرو.
(د وکيلانوچکچکې او شپېلکونه)
حاجي واحد: (سور کارډ پورته کوي)
نسيم خان: فکر کوم چې حاجي صاحب اعتراض لري، حاجي صاحب مهرباني وکړئ.
حاجي واحد: (په قار) تاسي پوهېږئ چي څه واياست؟ موږ د ملت استازي يو، بايد د ملت خدمت وکړو، نه داچي د ملت خزانه چورکړو.
نسيم خان : (په خندا) موږ هم د ملت د خدمت په خاطر دا کار کوو.که د پارلمان غړي هوسا، ارام او نېکمرغه ژوند ولري، نو د دې مانا به داوي چې ټول ملت دغه ډول ژوند لري، ځکه د پارلمان غړي د ملت استازي دي. موږ چي د پارلمان د غړو لپاره هرڅومره امتيازات غواړو، نو داپه حقيقت کي د ملت غوښتنه ده، ځکه خو موږ نننۍ لايحې ته د ملي ګټو نوم ورکړی دی.
نظرعلي: (زرغون کارډ پورته کوي)
نسيم خان: نظرعلي خانه مهرباني وکړئ!
نظرعلي: فکرکوم چي زموږ نننۍ غونډه ډېره مهمه ده، ځکه چي د ملي غوښتنو خبره ده. خو ځيني خلک دغه ملي غوښتني په غلط ډول تعبيروي، په تېره بيا د خبريالانو له لاسه خو موږ اوس پزي ته راغلي يو، زه له رئيس صاحب څخه هيله لرم، چي خبريالان د غونډي له تالاره وباسي.
 (د وکيلانو شور او زوږ) ښه وايي، خبريالان دي ووځي.
ملادروېش: زه د نظرعلي خبره تائيدوم، هغه بله ورځ زه د غونډي په تالار کي ويده شوى وم، ټوله دنيا يې راخبره کړه.
طلامحمد: ښه وايي، دلته خو به ډېر څه پېښېږي؛ يو به ويده وي، بل به ويښ وي، د چا به خبري زده وي او د چا به نه وي زده، يو به د دولتي چارواکو رازونه ښکاره کوي او بل به يې پټوي، بس دوى به دا ټولي خبري خپروي؟
ډاکټر رنځوروال: زماوړانديز خو دادی، چي خبريالان دي همدلته وي. پرېږده ملت وويني چي استازي يې د دوی په باب څه وايي او څه پرېکړي کوي؟ د چا قضاوت منطقي او د چا دا غير منطقي دی.
پېغله شمشېر زبان: پرېږده بابا! دلته هر ډول قضاوت خپله د ملت قضاوت دی، هيڅ ضرورت نشته چي ملت دي زموږ هره ارږمۍ وشمېري او يادي زموږ د ويده وکيلانو خرهاری واوري. دلته چي هره پرېکړه وشوه وروسته به ملت ته اعلان شي.
ملادروېش : وانجلۍ داسره خوله دي قربان شم. بس زما د زړه خبره دي وکړه. موږ او ملت ښه سره پوهېږو، د خبريالانو پکښي څه کار دى؟ د دوی له لاسه موږ په نورو ځايونو کي خو څه چي اوس په ولسي جرګه کې هم خپل څټ نه شو ګرولاى، آن داچي تشناب ته هم له ډاره نه شوتلاى. موږ وايو داسي نه وي چي يو ځای يې کېمره پټه راته نصب کړې وي.
قوماندان کله شخ : (پر نس لاس تېروي) ياره ملا دروېشه ګل خبره دي وکړه، همدا اوس زه ډېر په تکليف يم، دوه ساعته کېږي چي غواړم تشناب ته ولاړ شم، خو له ډاره نه شم تلاى.
(ټول خاندي)
خداقول پهلوان : زه هم وايم چې خبريالان دي ووزي. ځکه چې دلته چا ټوخلي نه وي، نو سبا بيا ټوله دنيا خبره وي. که دوى نه واى نو خلک به څنګه خبرېدل، چي موږ دومره معاش لرو، يا مو په يوه کال کي دوه خرواره وچه مېوه خوړلې ده. په دولت کي نور خورد و برد لږ دى، چي دوى په موږ پسې څراغ را اخيستى دى.
 (ډاکټر صيام خيمه وال: (د کارډ پرځاى لاس پورته کوي)
نسيم خان: (په خندا) خيمه وال  صاحب! تاسي ولي لاس پورته کوئ، کارډ نه لرئ، که څنګه؟
خيمه وال :(خاندي) تاسي ته خومعلومه ده، چي ما د ولسي جرګې له جوړېدو راهيسي يوازي انتقاد کړى دى، چي د انتقاد لپاره يوازي سره کارډ ته اړتيا وي. که رښتيا ووايم، نو زرغون کارډ د نه استعمال په وجه راڅخه ورک شوى دى‌. زما نظر خو دا دی چي خبريالان دي همدلته وي، پرېږده چي ملت د غونډې ټول جريان په خپلو سترګو وويني.
قوماندان کله شخ: پرېږده بابا، موږ له خبريالانو تښتو او ته مو لاس تړلي په لاس ورکوې.
 (ټول خاندي)
نسيم خان: د ملي غوښتنو په اساس له ټولو خبريالانو څخه هيله کېږي چي د غونډي له تالاره ووزي.
 (خبريالان يو په بل پسې د غونډي له تالاره وزي)
نسيم خان: نن بايد د ولسي جرګې ټول وکيلان حاضر وي، ځکه يو خو دا غونډه ډېره مهمه ده او بل نو له نېکه مرغه خبريالان هم نه شته، هر وکيل صاحب کولاى شي د خپل زړه خبره وکړي.
ستاره: په کومه ورځ چي د نننۍ غونډې په شان اجنډا مهمه وي، ضرور ده چي ټول يا اکثريت وکيلان حاضر وي او که نوري کوچنۍ موضوعګاني وي، ضرور نه ده چي د غونډي نصاب دي پوره وي، ځکه چي موږ له پارلمان څخه دباندي هم ډېر ضروري کارونه لرو.
حاجي واحد: څه فکر کوئ، چي دا کار به د ولسي جرګې له طرزالعمل سره په ټکر کي نه وي؟
لالاجان: (په خندا) وايي اوښ ته يې ويل چي دا غاړه دي ولي کږه ده؟ ده ويل کوم ځای مي سم دی. نو وروره په دې وطن کې کوم کار له قانون سره برابردی، چې پاته طرزالعمل شو.
(ټول خاندي)
نسيم خان: حاجي صاحب ښه ټکي ته اشاره وکړه، رښتيا هم چي د غونډي نصاب مهم دی. د نصاب لپاره هر غير حاضر وکيل کولاى شي چي خپل موټروان، باډيګارډ يا له خپلوانو څخه يو څوک راولېږي، هسي هم يو څو د ګوتو په شمېر وکيلان خبري کوي، د نورو يا د موضوع په باب خبري نه وي زده او يا اکثره يې ويده وي. اجنډا ټولو ته معلومه ده، هرڅوک چې علاقه ورسره لري، هغه دي پاته او نوردې په خپلو کارونو پسي ولاړ شي.
لالاجان: دلته د خوب خبره ياده شوه، زموږ غونډي دومره اوږدې دي، چې سړي ته بېخي خوب ورځي. پرون ما يوګېلن شلومبې څښلي وې، ډېر خوب راته، تر راى ګيرۍ وروسته يوه وکيل راته وويل چي وروره دا تا څه کول؟ هم دي د موافقو رايو پر مهال کارډ پورته کاوه او هم دي د مخالفو رايو پرمهال؛ هغه دي هم د دواړو لپاره يوکارډ پورته کاوه.
(ټول خاندي)
نسيم خان: (په خندا) بخت ياري درسره کړې ده، چي د کوم کېمره مېن نه دى درته پام شوى، که نه نو ټولي دنيا به ليدلى واى.
علي درياب : (يوه لويه ارږمۍ باسي) زما وړانديز دا دى چې زموږ د ناستې څوکۍ بايد لږ غټې وي، چې سم خوب پکښې وشي.
(د وکيلانو شور او زوږ) ښه وايي، د ناستي څوکۍ بايد لږ غټي وي.
خداقول پهلوان: ښه وايي پرون زه څو واري د نسوارو تف کولو لپاره آن تشناب ته ولاړم، بايد د هري څوکۍ څنګ ته د نسوارو يوه تفدانۍ هم کېښودله شي.
(ټول خاندي)
پېغله شمشېر زبان: (په خندا) که اجازه وي نو زه به په دې باب د پښتو ژبي يوه لنډۍ ووايم.
نسيم خان او څو نور وکيلان: (په خندا)  ارشاد، ارشاد، مهرباني وکړئ!
پېغله شمشېر زبان: يوه پېغله خپلي مورته داسي وايي:
و نسواري ته مي ورنکړې  _  چي نيمه  شپه شي په نسوارو مي لړينه
(ټول خاندي)
لالاجان: (ولاړېږي او په داسي حال کي چي نسوار يې پر خوله رابهېدلي وي په درد وايي) ګورئ په نسوارو به ملنډي نه وهئ، چي ډېره خوا مي په بدېږي.
(څو نور وکيلان هم دغه خبره ورسره بدرګه کوي)
نسيم خان: (په خندا) ښه وايي د نسواريانو په باره کي به تبصره نه کوئ، چې زما ډېری انډيوالان نسواريان دي او د تفدانۍ کار به هم وشي. منشي صاحب د تفدانۍ خبره ياداښت کړه!
قوماندان کله شخ : دا لوډسپېکرونه هم ډېر غټ دي، که موږ ته د لويو څوکيو پر ځاى پالنګونه هم راوړي، نو ولا که له خوبه خوند واخلو؛ پرون مي خوب ليده چي يو وزير زما درې وروڼه رئيسان مقرر ول، خو د لوډسپېکر غږ له خوبه راويښ کړم.
نظرعلي :(ولاړېږي او په قار دغه خبره ردوي) نه نه، همداسپېکرونه ښه دي، ځکه ما پرون خوب ليده چي امريکايان له افغانستان څخه وتلي وي. زما يو معين زوى او دوه واليان وروڼه بېکاره شوي دي، زما د وزير اکبرخان مېنې پنځه کورونه چې نا دولتي ادارو ته مي په کرايه ورکړي، خالي شوي دي. زه په همدې اندېښنه کې وم، چي د دې سپېکرونو د لوړ غږ له برکته له خوبه راويښ شوم.
معلم خدايداد: نظرعلي خانه خوله دي په خير خلاصوه، خدای دي داسي ورځ نه راولي چې امريکايان به له افغانستان څخه وزي،که ووتل نو زموږ ټولوکور به پر چرګه بارشي.
(ټول خاندي)
نسيم خان: (په خندا) دا خو رښتيا هم چي ډېر ډاروونکى خوب و، که رښتيا ووايم نو زه يې لا ووېرولم او قوماندان صاحب ته هم غم مه کوه، خوب به دي رښتيا شي، ستا د درېيو رئيسانوکار به هم وشي، نور څه غواړې؟ تر نن ورځي وروسته بايد زموږ خوبونه او آن زموږ د خوبونو تعبيرونه هم يو ډول وي.
(ټول چکچکې کوي)
ملادروېش : زه هم يو وړانديز لرم، هغه داچي موږ ته دي يو – يو لپ ټاپ کمپيوټر راکول شي، هغه څوک چي د موضوع په باب نظر لري،خپل نظر دي ووايي او هغه څوک چي په پوره يوه کال کي د موضوع په باب يوه خبره هم نه کوي، هغه به په کمپيوټر کې ويډيوګېم کوي؛ څوک به خوبونه کوي او څوک به ګېمونه.
(چکچکې او خنداوي)
خداقول پهلوان: داسم نظر دى،خو هغه څوک چي زماپه شان په کمپيوټر نه پوهېږي، هغه به څه وکړي؟
ملادروېش: ګېم زده کول نو څه خبره ده، موږ د ګرېټ ګېم لوبغاړي يو او ته دا د ماشومانو ګېم ته وارخطا يې؟
نسيم خان: ګېم زده کول اسانه کار دی، په يوه اوونۍ کي زده کېږي، ماته خپله زما کوچني زوی راوښوده، بيا هم که چا نه غوښت، هغوى ته به د کمپيوټر د بيې معادل پيسې ورکړو.
طلامحمد: زموږ غونډې، نهه بجې پيل کېږي، زه فکر کوم چي ډېر وختي دی، د اکثرو وکيلانوخوب نه پوره کېږي.که زموږ غونډي د غرمې پر يوولسو بجو پيل شي نو ښه به وي.
 نظرعلي : يو پر يوولسو بجو او بل دي  يوازي د جمعې په ورځ راوبلل شي، ځکه په نورو ورځو کې موږ په وزارتونو کې کارونه لرو.
زېبا: ښه وايي، په تېره بيا هغه ورځي چي وزيران له پارلمان څخه منظورۍ اخلي، بايد موږ ته فوق العاده رخصتۍ راکړل شي، چي موږ له هغوی سره ووينو او خپل شرطونه ورباندي کښېږدو.
اسماعيل: تاسي خو ښه ياست، له وزيرانو، قاضيانو او لويو رئيسانوسره موکار دى، يو څه به په لاس درځي، ما بېچاره وګورئ چې د خلکو شکايتونو ماغزه راوخوړل. تر اوسه د شکاياتو د اورېدو کميسيون ته سل بوجۍ ليکلي شکايتونه راغلي دي.
نسيم خان: نو دا کار خو ستا ډېر په ګټه دی.
اسماعيل: (په حيرانتيا) دا کار څه زماپه ګټه دی؟
نسيم خان :(په خندا)ګټه يې داده چي پر ښاروالۍ به د خلکو دا انتقادونه ليري شي، چي د کابل ښاريانو لپاره يې په کافي اندازه د سونګ مواد نه دي چمتو کړي، بيا دي نو خولۍ په غوړو کي ده او ښاروال به دي هر ناز اخلي.
(ټول خاندي)
خداقول پهلوان : ګوره چې نغده دي وليده نو څنګه دي وخندل.
(ټول خاندي)
نسيم خان: اوس د دريو موضوعګانو په باب راى ګيري کوو. لومړى دا چي د غونډې نصاب د وکيل په استازي هم پوره کېداى شي او بل دا چي د اوسنيو څوکيو پر ځاى دي غټې څوکۍ راوړل شي او درېيم دا چي غونډي دي د جمعې په ورځ پر يوولسو بجو راوغوښتل شي. لومړى دي موافق وکيلان نظر ورکړي.
سرورخان: (ولاړېږي او په قار وايي) تاسي څنګه خلک ياست! ژر اصلي موضوع ته راشئ چې زه د کورنيو چارو په وزارت کې يو ډېر ضروري کار لرم.
قوماندان کله شخ : کارونه موږ هم لرو، خو دا هم د ملي ګټو خبره ده.
حاجي واحد : (په قار) د خدای لپاره داڅه کوئ، ټوله ورځ مو پر دې تېره کړه چي په څوکۍ کي خوب نه کېږي، فلانه ده و ډينګه  ده، دا پوره يو کال مو په دغسي خوشي خبرو تېر کړ.
مېرمن شېرازي : (جدي) آيا دخوب خبره مهمه نه ده؟ تاسي چي د وکيلانو له خوب سره موافق نه ياست، په حقيقت کې د ملت ارام نه غواړئ. ټولي نړۍ ته معلومه ده چي زموږ ملت له تېرو دېرشوکلونو راهيسي پر ارامه خوب نه دی کړی، نو دا که اوس ټول ملت پر ارامه خوب نه شي کولای، نو استازي خو يې پر ارامه خوب کولای شي.
ملادروېش: (پرنس لاس تېروي) هی خلکو تاسي نور د خوب خبري پرېږدئ، که دا نا ارامه ملت خوب ته اړتيا لري نو ډوډۍ ته هم اړتيا لري، که د ملت يو استازی وږی وي، نو دا مانا لري چي ټول ملت وږی دی، زه همدا اوس داسي وږی يم چي له ډېري لوږي مي په نس کې سپي غاپي.
حاجي واحد: په اجنډا کي يو څه دي او تاسي د وکيلانو پر شخصي امتيازاتو بحث کوئ. لومړی له خدايه او بيا له ملت څخه  شرم دی، د خدای لپاره تاسي څنګه د ملت استازي ياست، ملت په څه حال کي دی. او تاسي پر خپلو شخصي ګټو نه سره جوړېږئ.
نسيم خان: (په خندا) موږ خو مخکي وويل، چې دغه ټولي منډې ترړي د ملت په خاطر وهو.
حاجي واحد: دا ملت ته يو مطلق فريب ورکول دي، موږ هيڅکله دغه لايحه نه منو.
نسيم خان: (په زوره خاندي) حاجي صاحب تا ته خو معلومه ده، چي دلته هر قانون او لايحه د اکثريت په رايو منل کېږي او د ډيموکراسۍ بنسټ هم دغه اصل تشکلوي، نو اوس خپله سر خلاص کړه.
لالاجان: حاجي صاحب په سمه غلی کېږې که در ولاړ شم؟
حاجي واحد: چوپ شه ډېري خبري مه کوه، بې سواده سړی يې، ستايې له دې خبرو سره څه کار.
لالاجان: ته خپله چوپ شه! زه که بې سواده يم نوستا غوندي سل باسواده مي حلال کړي دي، اوس هم که د رئيس صاحب خاطر نه وي، نو مرګ دي ولاکه داسي راته معلومېږي له د يوې مرغۍ.
شمسو: حاجي صاحب ولي سر نه خلاصوې ته خو ښه پوهېږې، چي زموږ ډله لويه ده.
حاجي واحد: ولي دا د غلا کار دی، چې د هر چا ډله غټه وي هغه به ډېره برخه وړي؟ ته دي د ډلې قوت ته ګورې خو د منطقو قوت ته دي پام نشته.
طلامحمد: ځه باباستا ملګري چې هر يو افلاطون شي، هم په درد نه خوري.
حاجي واحد: تاسي ملت ته فرېب ورکوئ، تاسي خاينان ياست، زما ګروپ به هيڅکله دا لايحه ونه مني.
لالاجان: ته په خبره نه پوهېږې، دا دی ګوره چي اوس دي په زوره له پارلمانه باسم کنه (له پښې څپلۍ کاږي او پر حاجي واحد وار کوي).
( په ولسي جرګې کي غالمغال جوړېږي)
شمشېر زبان : (پر لالاجان غېږ راګرځوي) مه کوه پرې يې ږده، دا د جنګ خبره نه ده.
لالاجان: (په غېږ کي نيول خوند ورکوي اولږ زور وهي) نه ته ما ور ايله کړه، زه به له ده سره جوړشم.
حاجي واحد: (په لوړ غږ وايي) زموږ ملګري دي راولاړ شي، موږ په دې غونډه کې برخه نه اخلو.
طلامحمد : ځئ ولاړ شئ، خدای مو په مرګ ورک کړه.
(حاجي واحدله يوې ډلي وکيلانوسره ولاړېږي او د غونډي له تالاره وزي)
لالاجان: (خپله ول – ول لنګوټه راټولوي او په خوند شمشېر زباني ته ګوري) ګوره ګراني! که ستا لحاظ نه وای، نو اوس به د حاجي واحد کولمې دلته پرتې وای.   
طلامحمد: (په خندا) ښه شو چي دغه ډله ووته، غوږونه مو لږ پر ارامه شول.
نسيم خان: (په خندا) هو رښتيا هم چي ښه کار وشو. ښه اوس پر دريو موضوګانو رای ګيري کوو، ياني د غونډو نصاب او وخت او بل د څوکيو د بدلولو خبره.
(اکثريت وکيلان زرغونه کارډونه پورته کوي)
نسيم خان : (په خندا) خيمه وال صاحب! پخوا به دي هره ورځ په بوجيو- بوجيو انتقادونه کول خو نن نه پوهېږم چي ولي غلی ناست يې؟
خيمه وال: پخوا خو به د خبريالانو په مخکې غږېدم، هغه تاسي له تالاره و ايستل، چي خبريالان نه وي نو ماته انتقاد کول څه ګټه لري؟
(ټول خاندي)
نسيم خان: (په خندا) ښه داخبره ده.
ملادروېش: (د نسيم خان خبره پرې کوي) رئيس صاحب بس دی دوولس بجې دي، د ډوډۍ وخت دی، په خدای داسي وږی يم، چې له ډېرې لوږې مي په نس کې سپي غاپي.
څو وکيلان په ګډه وايي: ښه وايي د ډوډۍ وخت دی موږ هم وږي يو.   
نسيم خان: د ملت درنو استازو! اوس د ډوډۍ لپاره يوساعت وقفه اعلانوو او تر دې وروسته به د غونډې پر اصلي موضوع بحث کوو، تاسي ټولو ته ښه اشتها غواړم.