کور / تازه خبرونه / سوهېلي پښتونخوا: په ږوب كې پوليسو ۲۰ تنه افغانان نيولي.

سوهېلي پښتونخوا: په ږوب كې پوليسو ۲۰ تنه افغانان نيولي.

د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه كې تېره ورځ پوليسو شل تنه افغانان په دې سيمه كې په غيرقانوني توګه د اوسېدو په جرم نيولي او زنداني كړي دي. په دې سيمه كې د پوليسو مشر زاهد افضل وايي دغه افغانان څو ورځې وړاندې دې سيمې ته ورغلي وو او د فارن ايكټ د قانوني مادې له مخې يې په دې جرم چې دوى كوم قانوني اسناد نه لرل، نيولي دي او نن به محاكمه شي او بيا به د پولې له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
خو په دې سيه كې مېشت افغانان بيا د پوليسو د مشر خبره رد كړې او وايي چې دغه نيول شوي افغانان له افغانستانه اوس نه، بلكې له تېرو شلو- پينځويشتو كلونو راهيسې يې په ږوب كې ژوند كاوه او دوى په هيڅ ډول د ورانكارۍ په چارو كې لاس نه لري خو پوليس يې خوارۍ مزدورۍ ته نه پرېږدي او له تېرو څو ورځو راهيسې يې د دوى په نيولو او ځورولو لاس پورې كړى دى.
ږوب سيمه د افغانستان د شمالي ولايتونو او همدارنګه د پكتيا، پكتيكا او غزني ولايتونو د زرګونو افغانو كورنيو د اوسېدو سيمه ده خو په دې سيمه كې مېشت افغانان كوم رسمي كمپ نه لري.
ږوب يوه پښتني سيمه ده چې د افغانستان له پكتيكا ولايت سره پوله لري.