کور / تازه خبرونه / ډاکټر عبداله د ټاکنو کمېسیون پرېکړه غیر قانوني وبلله

ډاکټر عبداله د ټاکنو کمېسیون پرېکړه غیر قانوني وبلله

د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د حامد كرزي اصلي سيال ډاكتر عبدالله عبدالله، چي د دويم درو په انتخاباتو كې يې له ګډون كولو ډډه كړې وه، د چهار شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، د انتخاباتو د خپلكواك كمېسيون پرېكړه، چې حامد كرزى يې د هېواد د جمهور ریيس په توګه اعلان كړ، قانوني اساس نه لري.

هغه له خپلو پلويانو وغوښته چي غيري قانوني حركت ونه كړي، ده وويل چې د قانون په چوكاټ كې به خپلې مبارزې ته دوام وركوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د دوشنبې په ورځ وويل، چي په انتخاباتو كې د ډاكتر عبدالله عبدالله د نه ګډون له امله او د دې لپاره، چې له اضافي لګښتونو ډډه وشي او د خلكو امنيت ټينګ شي، مخكښ كانديد حامد كرزى د راتلونكو پنځو كلونو لپاره د جمهور رييس په توګه اعلانوي.

د انتخاباتو خپلواك كمېسيون ويلي دي، چې دا پرېكړه يې د قانون په اساس كړې ده.