په جاپان کې د افغانستان په اړه ۳ ورځنۍ غونډه جوړیږي

56 | نوومبر 4th, 2009


په كابل كې د چاپان سفير وايي، په نږدې راتلونكې كې به په دغه هېواد كي د افغانستان په اړه يو نړيوال كنفرانس جوړ شي.
د جاپان سفير شيګه هيروكي له ازادي راډيو سره په ځانګړې مركې كې ويلي، چې دغه درې ورځنى نړيوال كنفرانس به د روانې ميلادي مياشتې په درويشتمه نېټه پيل شي.
هغه وويل، دا كنفرانس به د بحث او خبرو اترو بڼه ولري او د افغانستان پر مسايلو سربېره د پاكستان په وضعيت هم خبرې كېږي.
چاپان پخوا هم د افغانستان په اړه د دوو نړيوالو كنفرانسونو كوربتوب كړى.

Copyright Larawbar 2007-2024