په كابل كي دوه سړي تښتوونكي ونيول شوه

56 | نوومبر 4th, 2009


د افغانستان د ملي امنيت چارواكي وايي، چي په كابل ښار كي يې دوه سړي تښتوونكي نيولي دي.
د ملي امنيت رياست په يوه اعلاميه كي ويلي، دغو دوو كسانو په لوګر كي د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان په دستور غوښتل د كابل په اتمه ناحيه كي درې كسان وتښتوي.
په اعلاميه كي زياته شوې، دوى مخكي له دې، چي كسان وتښتوي د ملي امنيت د مسئولينو له خوا ونيول شول او اوس ورڅخه څېړني كېږي.

بل خوا د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي چي پوليسو د تخار ولايت په مركز كي پنځلس ماينونه نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه كي ويل شوي، دغه ماينونه د وسلوالو مخالفينو له خوا يوه بڼ ته نږدې ښخ شوي وه

Copyright Larawbar 2007-2024