د هضولو سېستم یا هضمي جهاز
د هضولو سېستم یا هضمي جهاز :
ژباړه د یکيپېدیا څخه ( wikipedia.org )
و هضمي سېستم ته په لاتیني ژبه ( Apparatus digestorius ) واي، چې د هضمولو غړي ئي سره په یوه ځائ کي نومولي وي . د خوړلو توکو اخستل، ژوول، تراسپورت د خوراکي توکو، دغه وروستې کړنه، خوراکي توکي د هاضمي ځائ ته را خوځه وي، چې دخوراکي توکو څخه غذاي مواد دهضمېدو پرمهال د بدن لپاره ځني واخلي . بله پر دغه برابره دهضمولو دسېستم اصطلاح (Canalis alimentarius او Systema digestivum) ده . یاني د هضمولو اله : چې خوله، ستونی، سره غاړه،معده او کولمو څخه موخه ده . بله دغسي اصطلاح د دغه سېستم لپاره ( Gastrointestinaltrakt ) چې دغه اصطلاح د دو ګړو څخه د یوناني ( gaster) مانا معده اود لاتیني ( Intestinum )مانا کولمې څخه جوړه سوې ده، واي . چې د دغه هضم دسېستم موخه د ایني، تریخی اود نس د غدو څخه چې په نیغه د هضمولو سره کار لري، ده .
کړنه ( Fuktion)
د هضم په سېستم کي خوراکي توکي تخمر کوي ، هضم سوي توکي او اوبه وروسته له هضمه د کولموڅخه وځي . په بغل کي د هضم د تخمر پر مهال نور وړوکي مکروبونه دي، چې دهضمولو سره په نیغه مرسته کوي، چې و دوغوته د کولمو مکروب هم واي . ( داسي فکر مه کوۍ، چې دمکروب نوم واخستل سو نوحتمي به زرر لري! نه او بېخي نه! ښه مکرو ب سته او خراب مکروب سته . د کولمو مکروب د هضم لپاره ډېر اړین او ښه مکروب د ی . مکروب مانا ډېر وړکی او په سترګو نه ليدونکی ژوندی ژوی . یوازي په مکروسکوپ ليدل کېږي . د ژباړن لخوا !) «غټي» یا د هضم غدې، اینه د تریخي سره او د نس غدې، چې د هضمولو لپاره اوبړینه ماده جوړه وي، چې خوراکي مواد پخپل اجزاو سره جلا کړي . د هضم وروستنی پړاو د هغه موادو ایستل دي، چې نور نو نه هضمیږي .
جوړښت :
د هضم سېستم کېداسي، چې پر دوو برخو هم وویشل سي . لکه : د سر خوا او د تنې خوا . په بغل کي د معدي او کولمو دغه نور لکه : دخولې غار چې هلته خوراکي توکي په غاښو سره ژو ول کېږي او ميده کېږي، د لاڼو غدې، ستونی (حلق ) او سره غاړه چې خوراکي توکي د معدې خواته خوځه وي .
دسر خوا : خوله : د خولې غار لکه ( شونډان، غاښونه، ژبه ) خوارکي توکي پکښې ژوول کېږي او ميده کېږي . د لاڼو غدې : لاڼي جوړه وي، چې خوراکي توکي لند وي، د تېرولو لپاره ئي ښوی ئي وي . ستونی : په ستونی کي دوه سوري سته، چې يو ئي سرې غاړي ته چې خوراکي توکي معدې ته استه وي او بل سوری ئي کرکنکي ته ځي، چې هوا و سیږي ته لېږي . هر سوری خپل پر مهال خلاسه وي .
د تنې خوا : سره غاړه : سره غاړه دنده لري، چې ژوول سوي خواړه له دغي لیاري معدې ته واسته وي .معده : معده دنده لري دغه ژوول سوي خواړه په ځان کي راټول کړي او یو لېپړی ځني جوړکړي او خپل اوبه پر توي کړي .
دولس ګوتیزه کولمه : د دولس ګوتیزي کولمې سره د تریخي رګ مښتی دی، چې دتریخي اوبه دلته پر توي کړي غوړ او پروتین حل کړي .
نرۍ کولمې : دلته د خوړو غذاي مواد سره جلا کېږي . لکه : پروتین، قند، ویتامینونه او اوبه جذب ( کش) وي . غټي کولمې : ( ړنده کولمه ) چې دمخ په پورته غټې کولمې سره تړون لري، اوږده پرته غټه کولمه، مخ پر کښته غټه کولمه او د غټې کولمې پاي . په دغو غټو کولمو کي مواد غایطه ساتل کېږي، چې په وقفو سره ئي باسي . دهضمولو سېستم په ډېرو ژوو کي ډول ډول وي . د بېلګي په توګه : انسانان او ځینې ژوي یو ډول د هضم سېستم لري . شخوند وهونکي ژوي بل ډول د هضم سېستم لري . مارغان ئي بل رنګه د حلولو سېستم لري او خزندګان بیا بل ډول سېستم د هضم لپاره لري .