اروپايي اتحاديې د پاکستان پر حال اندېښنه ښوولې

اسدالله زړه سواند | جنوري 17th, 2008


برسلز


اروپائى اتحاديې پاكستان كښې په موجوده وضعې خواشينى ښكاره كړې او په اولس مشر پرويزمشرف ئې زور راوړې چې بايد هغه دصفا ټولټاكنو يقينى كولو لپاره كوټلى اقدامات وكړى ديوې خارجى خبررسانې ادارې ترمخه داخبره دسلوانياله اروپائى چاروخارجه وزير يوې صدارتى غونډې ته دوينا په وخت كړيده دهْ ووئيل چې دا وخت په پاكستان كښې دمكمل جمهورى نظام ضرورت دى بايد دپاكستان حكومت په دې لړ كښې خپلې ټولې وسيلې پكار راولى دهْ زياته كړه چې اروپائى اتحاديه په پاكستان كښې دبدې وضعې ښه كولو اودجمهوريت ټينګښت لپاره دپاكستان حكومت سره هرقسمه مرستې ته په پوره چمتو دى


 


 


 


 



 

Copyright Larawbar 2007-2024