کور / تازه خبرونه / موسی کلا:د مليونونو ډالرو په لګښت پروژې پيليږي

موسی کلا:د مليونونو ډالرو په لګښت پروژې پيليږي

لراوبر – موسی کلا – پنجشنبه ، ۲۷\۱۰\۱۳۸۶ هلمند


په موسى كلا ولسوالى كې به دمليونونو ډالرو په لگښت دبيارغونې پروژې پيل شي.



دغه خبره دافغانستان دكليودبيارغونې اوپراختياوزيرمحمداحسان ضيانن په هغه غونډه كې چې دهلمندولايت په مقام كې دهلمنددوالي اسدالله وفااويوشميرنورودولتي چارواكواوقومي مشرانوپه گډون جوړه شوې وه وكړه. 



ښاغلى ضياچې نن له غرمې مخكې دهلمندوالي اسدالله وفاپه ملگرى هلمند ولايت ته راغى په غونډه كې وويل چې دتيريوه كال راپه ديخواپه سهيل لويديځ زون لكه زابل ،كندهار،ارزگان ولايتونوكې په سلگونودبيارغونې پروژې پلې كړې اولامل يې داووچې سميزوخلكوزموږسره په دې برخه كې پوره همكاري كړيده.


هغه زياته كړه چې دهلمندولايت لپاره هم زياتې پروژې په پلان كې لروچې پيل يې كړوخوده دهلمندولايت له اوسيدونكوغوښتنه وكړه چې زموږدكاركوونكودامنيت په برخه كې دكوټلي گامونه پورته شي اوپه دې برخه كې دخلكوهمكاري ډيره اړينه ده.


ده وويل چې ددې ولايت دموسى كلاولسوالى لپاره يومليون امريكايي ډالره ددې لپاره ځانگړي شوي چې له هغو خلكوسره چي زيانمن سوي مرستې وكړي اوهمدارازڅلورمليونه امريكايي ډالره دامهال هلمندولايت ته دموسى كلاولسوالى دبيارغونې لپاره منظورشوي اورارسيدلي دي اودڅلورمليونونوروپيسوپه ارزښت يوشمير پروژې ولسمشرته دمنظورى لپاره ليږل شوې چې هغه به هم ترمنظورى وروسته پيل شي.


ښاغلي ضياداهم وويل چې په موسى كلاولسوالى كې به لومړى هغه كورونه او دكانونه چې دتيروجگړوله امله نړيدلي دي ورغول شي اوپه دوهم قدم كې به ددې ولسوالى داوبو رسولو سيستم ،سړكونه اويو دانه غټ پول اوددې ولسوالى جامع جومات په پلان كې دي چې تركارلاندې به ونيول شي.


دهغه په ويناچې په هلمندولايت كې به ټولې ساختماني پروژې دهلمند دخصوصي ساختماني شركتونوله لارې پرمخ يوړل سي. اوددې ترڅنگ له لښكرگاښارڅخه بياترمرجې ولسوالى پورې ۳۰كيلومتره سړك اوله لښكرگاه څخه بياترگرشك ولسوالى پورې ۳۰كيلومتره سړك هم زموږدپلانونويوه برخه ده.


همدا راز په غونډه كې دموسى كلاولسوالى يوتن قومي مشرحاجي ظاهر وويل چې په موسى كلاولسوالى كې هغه پروژې چې منظورشوې دي بايد كارونه يې ژرترژره پيل شي ځكه چې ددې ولسوالى اوسيدونكي ډيرځپل شوي اوله سختوستونزوسره لاس اوگريوان دي.


دهلمندولايت ګڼ اوسيدونكي پرحكومت نيوكه كوي چې ګواكي په دغه ولايت كې دبيارغاوني كارونه نه كوي .


خوځايي حكومتي چارواكې وايي چې دبيارغاوني كارونه په هغه صورت كې كيداي شي چې ولسي وګړي دپروژو دپلي كونكو امنيت خوندي كړي .