کور / شعر / خيالي بيتونه

خيالي بيتونه

 


پټه په کتو کي مينه خوند کوي


 شنو درو رغوکي مينه خوند کوي


 


سترګوکي دي مينه شته خو نه وايې  


دا ډول نازو کي مينه خوند کوي


 


پريږده توري زلفي  چي راتاو مي کړي


تورو ترږمو کي مينه خوند کوي


 


را به دي وړم غيږي لره غوږ به  شم


خوله په خوله ويوکي مينه خوندکوي


 


ښکاري بابوزي ته مينه درند پېټۍ


دې خيالي بيتو کي مينه خوند کوي