کور / تازه خبرونه / د ننګرهار ليسې د نوي ودانۍ ډبره كيښودل شوه

د ننګرهار ليسې د نوي ودانۍ ډبره كيښودل شوه

دننګرهار ولايت: دننګرهار ولايت د مركز دننګرهار ليسى دنوى ودانى د بنسټ ډبره د روان كال د لړم د مياشتى په ۱۴ مه نيټه، د پوهنى وزارت د تدريسي مرستيال محمد صديق پتمن او د نوموړى ولايت د والى ګل آغا شيرزوى لخوا په داسي حال كى چى د پوهنى رياست رئيس محمد اقبال عزيزى، قومى مشرانو، ښوونكو او زده كوونكو ګډون درلود كيښوودل شوه.

د نوموړى ودانۍ تعمير په پاخه او اساسى ډول په دوو پوړ نوكى دتركيى هيواد په مالي مرسته ۵۰۰ زرو امريكايي دالرو په مجموعي لګښت ديو كال په موده كي جوړيږى، چى ۴۲ خونى، د اوبو څښكلو څاه ګان، ۱۲ تشننابونه او نور ضرورى ملحقات به و لرى .

د يادوني وړ ده چى د ننګرهار ليسه ۶۰ كاله مخكي تاسيس شوى چى اوس مهال تر لسو زرو زيات زده كوونكى په زده كړه بوخت دى.