ويتنام : د سمندري طوفان له امله ۹۰ كسه مړه شول

د لراوبر اداره | نوومبر 5th, 2009


ويتنام كي سمندري طوفانونو لږ تر لږه 90 كسه وژلي دي .

د خبر له مخي طوفان د فلپائن ساحلي سيمو كي د تباهي پېښولو وروسته جنوبي ويتنام فوين ولايت او ګالاي سره ولګېد. ويتنامي نېشنل ډيزا سټر غونډي ويلي چي په ولايت فوين كي تېر دېرسو كلو كي په راغلي سېلابو كي دا تر ټول غټ سېلاب دى. چي له دې څخه 900 كورونه، 14000 كسه اغېزمن او 18000 هيكټره د ورځو فصل له منځه تللى دى.

50000 كسه ساحلي شهرونه پرې ايښي دي. حكومت د مرستي لپاره 2000 سرتېري اغېزمنو سيمو ته لېږلي دي چي هلته په عمارتو كي بند خلك راباسي.

سركاري ټي وي ويلي دي چي په زرګونو خلك په عبادت خانو، ښونځيو او نورو ځايونو كي بند پاتي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024