کور / کیسه / اوس د سترګو د تور او لېمو تر منځ وړل کيږي

اوس د سترګو د تور او لېمو تر منځ وړل کيږي

د پوهي او فن، عالم او ليکوال، کتاب او مطالعې او درس او زده کړي سره مي خورا زياته او لېونۍ مينه درلوده. شپه او ورځ زه وم او زده کړي او مطالعه او د پوهانو ناسته ولاړه، د هغو درناوى او له هغو څخه پوښتني او ګروېږني. خداى ورشتيا چي د علم د تر لاسه کولو لپاره مي ډېر زيار ايستى او هيله منه وم چي د علم او پوهي ډېر پړاوونه ووهم، څو په دې لار کي تر ستړيا او ستختيا وروسته د خپل دې بېوزلي ، ځپلي او نتلي هيواد او کړېدلو او زورېدلو وګړو لپاره يو څه وکړم او ورته د يو څه چوپړ جوګه سم. پر خپل ګران هيواد باندي د ناپوهۍ او جهالت دغه را خپرې توري لوخړي د علم په رڼا او برکت رڼا کړم او د دې وير او شواخون تيارې شپې يې د خوښۍ او نېکمرغۍ په اختر بدلي کړم. رشتيا داده چي په دې لاره کي، په تېره د خپل هيواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره او د خپلو خلکو د سوکالۍ او هوسايى لپاره مي ډېري او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کولې. د خپل ژوند نوري ټولي چاري مي تر شا پرې ايښي وې او ټول توان او وس مي دې چارو ته وقف کړى وو.

خو له بده مرغه چي په دې لار کي خپلو خلکو ماته ډېري بدي خاطرې پرېښوولې. ډېرو ډول ډول ستونزي او خنډونه راته جوړ کړل. ډېرو زما د هلو ځلو د مخنيوي او زما د زوروني او سرګردانۍ هڅي کولې. ډېرو هم ماته د هڅوني پر ځاى سپکونه ډالۍ کړه. ډېرو زما دغه اخلاص او رشتينولۍ ته د شک او ترديد په سترګه کتل، ډېرو لاهم زما کار بې ارزښته ګاڼه او ان پر هيڅ يې شمېره، او ځينو لا بېخي زه هم پر هيڅ حسابلم. له بله لوري هم څنګه چي زه ښځه وم نو له دې امله مي هم ډېرو خلکو پرمختګ نه سواى زغملاى. لنډه دا چي هيچا ته مي قدر نه معلومېدى.

د ځان په وړاندي د خپلو خلکو د دې ناکردو په ليدو ډېره خواشينې وم او هيڅ نه پوهېدم چي په خپل هيواد کي د خپلو خلکو سره څه وکړم؟! خو بيا به مي هم د پخوا په شان په ډېره نهيلۍ او خفګان سره د پوهانو او عالمانو په علمي مجلسونو کي برخه اخيستل. يو مهال ناڅاپه په دې مجلس کي د اسلام له څلورو سترو امامانو څخه يوه امام صاحب(رح) زما مايوسي او خفګان درک کړ، په ډېر زړه سوي او شفقت يې زما پر سر لاس تېر کړ او راته ويې فرمايل:

” زويه نهيلې کېږه مه! له داسي مځکي څخه چي پر تاباندي ظلم پکښي کيږي او قدر دي نه پکښي معلوميږي ليري ولاړه سه. د خپلو خلکو په بېلتون مه سوزه. لکه چي پوهېږې لومړى رانجه يو ډول تيږه وه چي په خپله مځکه کي پر لارو غورځول سوې وه، خو کله چي له مځکي ليري سوه فضيلت يې دونه ډېر سو چي اوس د سترګو د تور او لېمو تر منځ وړل کيږي“.