کور / سياسي / د افغانستان په باره كې نوې نظر

د افغانستان په باره كې نوې نظر

| 29.10.2009  – اندرې سېرېنكا


د معصر افغانستان د څېړنې د مركز شننونكې ( اندرې سېرنكا) د افغانستان په هكله يوه ليكنه كړې چې د مهمو ټكو ژباړه ېې لوستونكو ته وړاندې كوم.
. د امريكا متحده اېلاتو په مشرې د شمالي اتلانتيك متحد هيوادونه د افغانستان په ستراتېژې د سره كتنه كوي د امريكا او د شمالي اتلانتيك هېوادونو اته كلنه تجربه چې د طالبانو د حكومت د رانسكورېدو نه وروسته پېل شوې داسې برېښي چې نور ورته د پاې ټكې كېښودل شي ، امريكا او بهرني متحد هيوادونه په دې پوه شوي چې پېل كړې لوبه ېې په ګټه نه ده او دا هم نه شي وېلاې چې د ( كرزي ماډل ) حكومت په ځاې به بله كومه لاره غوره كوي .,
د كرزي مخه نيول
د ۲۰۰۹ كال د سپټمبراواكتوبر د ولسمشرې دراماتيكي ټولټاكنې ددې شاهېدي وركوي چې امريكا او ناټوهېوادونه د وړوكې بوش هغه پاليسې چې د( كرزي د حكومت نه ېې ملاتړ ) كاوه ترې لاس اخلي



دا كار په دې خاطر كوي چې د بوش د ادارې پخواني لوبغاړي نن په كرزي او د هغه په دولت خپل تاثيرات او كنترول له لاسه وركړې دې او همدا سبب دې چې نن حامد كرزي او دولت ېې د امريكا او ناتود سياسي دريزپه وړاندې مستقلانه سېاست كوي اود هېواد پوه قشر چې د كرزي په خوا راټول دي عملي غوښتنې او نيوكې لرلې ( هغوې واي چې كرزي صاحب په عسكري جرمونو، په مخدره توكو، اداري فساد ،د انسانانو او ماشومانوپه تښتولوتورن كسان په ځان راټول كړي او ملاتړ كوي).
د امريكا او ناتو هيوادونو راتلونكې ستراتيژي په افغانستان كې د ېو داسې حكومت رامنځ ته كول دي چې په مركزي دولت عام و تام سياسي كنترول ولري او د افغانستان د جمهور ريس اسقلاليت محدود كړي.
دې موخې ته د رسېدو په خاطر د انتخاباتو د كمپاېن څخه د سېاسي الې په توګه ګټه پورته كوي او كوشش كوي چې د كرزي په دولتي جوړښت د سره غور وكړي ، او په دې لوبه كې د غربي هېوادونواصلي اكتېورډاكتر عبدالله عبدالله د شمال اتحاد مشرېې مېدان ته راېستلاې دي .
.
د متحده اېالاتونو دنده داده چې په اول قدم كې د ريس جمهور سلاحېتونه محدودواو څارنه و كړي ،سره له دې چې په اوس وخت كې د حامد كرزي مناسبات د متحده اېالاتو سره نازك او حاد دي بيا هم خبره ېواځې د جمهور ريس په صلاحتونو كې ده چې كنترول پې ولري.
( د افغانستان په هكله د متحده اېالاتو په نوې كتنه كې د كرزي د لرېكېدو سوال مترح نه دى ، د عبدالله نه يواځې او يواځې په سياسي لوبه كې د ترانزيتې څېرې په توګه كاراخلي اويواځې وركړلشوې ډنډه شاربي ، نورې لاس ته راوړنې نه لري .

د متحدواېالاتواومتحدوهېوادونو نوي ستراتيژي.
زمونږ په نظرپه افغانستان كې د امريكا د تجديد نظر ستراتېژي د څو موخو په خاطر ده.
– د ولسمشر حامد كرزي د رژيم او د هغه شاته ولاړو ګروپونوكمزورې كول دي ،دا ګروپونه او خلك عبارت دي( احمد ولي كرزې ،حنيف اتمر، فاروق وردګ ،اسدالله خالد ،فهيم قسيم ، رشيد دوستم ،محمد محقېق ،كريم خليلي او نور) چې غښتلې اقتصادي او دولتي امكانات لري او نن سبا كوشش كوي چې د امريكااو دهغه د متحېدونود تاثير څخه ځان و ژغوري او مستقلانه سېاست وكړي ، دوې د افغانستان د بيا ابادولو او انكشاف د پاره هر اړخېز پالانونه لري دوې ( د لوي افغانستان مفكوره) چې د پاكستان د بلوچستان له لارې سمندر ته دلارې وتلوپلان لري ) او داسې ېو پراېكت ( نقشه ) د افغانستان په هكله د امريكا په پلان كې نه شته د كرزي او د هغه د ملګرو دا نقشه د نورې ستونزو د راټوكېدو سره ېو ځاې د امريكا له پاره په مركزي اسيا كې پاتېكېدو ته پرابلمونه او خنډونه پېداكوي. د ۲۰۰۱ كال نه را په دېخواكله چې امريكاافغانستان ته پښه رااوږده كړې تر ننه ( ۲۰۰۹)ونه كړاې شول چې د كرزي په وجود كې د طالبانو او القاعدې په وړاندې لاس ته راوړنې و لري اوهغه پرابلمونه چې د افغانستان او پاكستان په سرحدي پوله كې موجود دي تر اوسه هم كوم مثبت ګام نه دې اخستل شوې او بيا ېې هم د پاكستان په وسلوالو ځواكونو تكېه او حساب كړې دې.

په دې خاطر د پاكستان په شمالي وزيريستان كې چېرې چې د طالېبانو مركزونه دي د مځكني عملياتو نه لاس په سر شول
اويواځې د پاكستان د وسلوالو ځواكونو او اس، اې اې سره د نړېوالو كومكونو په نامه مرستو خبره ختمه شوه.
د اسلام اباد سره د طالبانو او القاعدې سره د مبرزې په نوم كومك او همكار ، د امريكا د شلمې پېړې د اتيااومو كلونود سېاسي ارخېتېكتورته ورته ېوعمل دي: په هغه وخت كې ېو ضعيفه افغانستان قوي او حاكم پاكستان و اود امريكا تاسيرات په ډېر وو ، او غوښتل ېې چې پاكستان د ريسورس څخه په افغانستان كې د شوروي اتحاد د سياسي موجودېت په وړاندې ترې استفاده كوله ، خو اوس پاګستان غواړي چې د امريكا توجوع د طالبو پرابلومونو ته راوګرزوي. په پاكستان باندې د امريكا تكېه كول په كابل كې د مركزي رژيم كمزورې كول دي ، له يوې خوا د افغانستان د پوه قشر جيوپولېتيكي مېلي ګراي (بلند پروازي) اود امريكا او د متحدينو نوې ستراتېژې ، او هم د امريكا او پاكستان د ګډ عمل منطق داحكم كوي چې د كرزي رژيم په كنترول كې راولي.
او په اېران كې د حالاتو د خړلو د پاره تېارې ونېسي، د ايران بلند پروازي او د هغې اتومي پرګرام د امريكا له پاره لمرې سوال دې، انګلستان او د هغې دوستان په ناتو كې په راتلونكې څو كلو كې د ايران اوشمالي اتلانتيك په اتهاد كې د وړبدلونونو په انتظار دي اوددې امكانات شته دي چې خبره وسلوال زور ازموېنې ته ووځي، سره له دې كه د شمالي اتلانتيك د ايران سره د اتمي پرګرام په سر په راتلونكو كلنو كې وسلوال زور ته خبره و نه وځي خو د ۵-۴ كلونو نه وروسته كله چې په ايران كې د ولسمشرې د ټولتاكنوكمپاېن پېل كېږي، د ايران په دولتي اداره او اجتماعي سستم به د غربي هيوادونو( د امريكا او انګلستان ) فشار حتمي وې د ايران سره په دې نوې (لوېه لوبه) كې امريكا او انګلستان په منطقه كې ډاډمن همكار ته اړين دې او هغه همكار پاكستان دي چې ( ېو څو ورځې مخكې د ايران په سيستان او بلوچستان كې د اسلامې انقلاب د افسرانو په غونډ تروريستي حمله وكړه ځيني سېاسي تحليلګران واي چې دا نوي مېتود اېران په دولت د فشار ېوه تجربه وه) اوافغانستان ېې ېوه نمونه ده. په هر صورت د كرزي پلويان اوګروپ كوشش كوي چې د اېران هېواد سره د دوستې مناسبات او اړيكې ټينګ كړي ، د شمالي اتلانتيك هيوادونو مشران چې د احمد نژادي د رژيم د نړېدو پلان لري د كرزي دا كارېې نه خوښېږي .
د افغانستان په اړه د امريكا د ۲۰۰۹او ۲۰۱۰ كلونو د ستراتېژې (تجديد نظر) ېو اړخ همدا دې.

طالبان په پاكستان كې لاره سمونكې دي
زمونږ په نظرد امريكا درې ستراتېژيك هدفونه چې مخې ته اېښې دي د افغانستان په زړې ستراتېژې تجديد نظرد ېو كمپلكسي عمل په كولو پلي كېداې شي .
كه چېرې د افغانستان په مدرنيزه كولو د شمالي اتلانتيك هېوادونه بريالي كېږې او د حامد كرزي او د هغه د ګروب استقلاليت محدود كړي او په افغانستان كې سياسي لوبې ته بدلون وركړي ، په دې صورت كې پاكستان مجبور دې چې د طالبانود مسلې د حل و فصل په هكله كوټلې ګامونه پورته كړي.
څرنګه چې معلومه ده د پاكستان په اداراتوكې استخباراتي كړې ( اې اس اې) د طالبانو په ځېنو ګروپونوحاكېميت لري او هم امريكا او برتانېه دلچسپي لري چې په ايران باندې د سېاسي فشار راوړلو په خاطرېو سستم جوړ كړي دا كار هغه وخت نتيجه وركوي چې د اسلام اباد استخبارات د امريكا او انګلستان د استخباراتو سره هماهنګي ولري اوپه ګډه فعاليت وكړي په دې صورت كې كولاې شې په بري سره ډېر زرپه منطقه كې نوي ماډل طالبان فعال كړي ، او دا ماډل طالبان به په وسلو سمبال سوني مسلمانان وي چې د افغانستان نه به د ايران په لوري مارش كېږي ..
زمونږ په نظر د اكتوبر په ۱۸ مه نېټه د ايران د سيستان او بلوچستان په منطقه كې د اسلامي انقلاب په پاسدارانو د جمدالله دګروپ ( د الله جنګياليو) تروريسي حمله په ايران باندې د پاكستان له لوري د سياسي فشار راوړلو لمړې تجربه وه.
.
په دې ارتباط د ۲۰۰۹ كال د اكتوبر په مېاشت كې د پاكستان استخباراتي اووسلوالو ځواكونو د وزېريستان په استقامت د تروريستانود منځه وړلو په نوم مبارزې ته زور وركړې دې ..
څرنګه چې معلومه ده په پاكستان كې د طالبانو دوه لوي مركزونه چې ېو ېې په وزېريستان كې (( د پېښور شورا)) اوبل په بلوچستان كې (( د كوټې شورا )) په نوم فعاليت كوي.
هغه طالبان چې په وزېريستان كې د حكيم الله مصعود په قومانده كې دي د پاكستان د وسلوالو ځواكونو له خوا پې چندان كنترول نه شته په همدې سبب د اوكتوبر په مېاشت كې په وزېريستان كې د طالبانوپه وړاندې وسلوال عمليات پېل شو( په كابل كې تحليل ګران واې چې د كوټې شورا د پاكستان د استخباراتو په كنترول كې ده د طالبانو په وړاندې د پاكستان داسې عمل په ښكاره د بلوچستان طالبان په پښو ودروي او د وزيريستان طالبان له پښو ارتوي، په دې اساس د كوټې شورا او د هغې پورې اړوند ګروپونه چې پاكستان استخبارات پې پوره كنترول لري كېداې شي چې د ايران په سيستان او بلوچستان كې وضعې په ترينګوالې او خرابېدوكۍ تر كار واخلي .
د نوامبر د مېاشتې د اومې نېټې دورنما
په هر صورت د پاكستان اوامريكا نوې ټيپ دوستي او د طالبانو راتلونكې جېو پو لتيكې دورنما د( افغانستان له استقامت د ايران خواته بول ) په هغه وخت كې د پلي كولووړ ده چې د افغانستان په وړاندې پېل شوې تجديد نظر عملي شي.