سوله
چې له منځه وړي نفاق سوله يې بولي
چې پـــيداكړي اتفـــاق ســوله يې بـــولي
ده عــــلاج د بـــــــدمرغــــيو،بدبخـــتيو
ختموي چې هرشقاق سوله يــــــې بولي
هوسايي، پرمختګ، ميـــنــــه مـــحبـــــت
كه لري كوم يومصــــداق ســــوله يې بولي
د مصدر ټولې ښېگــــــڼې تـــرې راوځـــــــي
چې ترې كېږي اشتقاق سوله يې بــــولي
راځئ ټول په اتفــــــــاق ســـــره نارې كـــــړو
((چې لرو يې اشتــــياق ))سوله يې بولــــي
(روشن) نن د خپل صنم په غېږكې پروت دى
چې دى ضـــــــد د هر فراق سوله يې بولـــــــي