د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د یووالي ورځ لمانځي

د لراوبر اداره | نوومبر 5th, 2009


بلـنــلــیک

Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen

(Pashtoons Social Democratic Party -PSDP)

www.pashtoonkhwa.com

ښاغلی …

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد پښـتـنـو د یووالی ورځ د ۱۲/۱۱/۱۹۹۳ راهیسی هر کال په بیلابیلو بڼوکی نمانځی. سږکال د پـښتـنـو د یـــووالـــی ورځ د ۲۰۰۹ ع کال د نوامبر د میاشتی پـــه پنځلسمه ( ۱۵) نیټه نمانځل کیږی.

 هیله ده چی د خپلو درنو کورنیو سره یوځای پدی تاریخی او جشني غونډه کی ګډون وکړئ .

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاري کمیسون 
 
نیټه او وخت : ۲۰۰۹ع کال د نوامبر د مياشتى۱۵ نېټه د یکشنبی (اتوار) ورځ د مازیګر څلور (۴) بجی

Event Palast : د غونډی ځای


Max–Planck-Str. 9a, 50354 Hürth, Germany

www.event-palast.com 02233-717980-90
تلیفوني اړیکي:

Mobile/Handy: 01799892913 – 01713734566 – 015777924690 – 01732435350

017142553220 – 01632871280 -0228/9876701

E-Mail: psdp@gmx.netpashtoonkhwa@gmail.com 

Pashtoons Social Democratic Party-PSDP

Sozialdemokratische Partei der Paschtunen

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوندد پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی.
پښتانه چې په اوسنی وخت کې له 50 ميلونو نه زیات اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی.

پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی ، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکی د يو لړ صفتونو مجموعه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، ورور ولی ، ننګ او داسی نور… چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب بايده دی چې ولری. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار


د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی او اوس په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق ،چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله. او ۱۹۹۳ راهیسی د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځى.
افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى. پښتانه یو وجود دی او یو له بله نه شی بیلیدای.
که د افغانستان او پاکستان حکومتونو نه غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د


پښتنو د يووالى لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى .

مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى.
پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى، پغير د پښتنو د قامى وحدت، سولی او ارامۍ څخه په دغه سیمه کې امن او سوکالى نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.

په درناوی


د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند – مشرتابه دفتر

Copyright Larawbar 2007-2024