کور / کیسه / خندا وژلي

خندا وژلي

خندا وژلي …………………………..پيرمحمد كاروان


 



له دشتي خړ ګردونه او كله-كله سرې سپرغۍ پورته كېږي پر يوۀ جنګي اس يو ځوان سپور دى او په سپينه ايستلې توره كې يې د لمر شغلې پړك وهي. پر بل جنګي اس بل ځوان سپور دى او توره يې د برېښنا غوندي ځلېږي، دواړه اسونه پر يوۀ او بل باندي د حملې په حال كې دي .
له رسېدو سره جوخت د تورو شړنګار پورته شو، يوۀ جنګي اس پر بل جنګي اس ورودانګل. يوۀ ځوان پر بل ځوان د تورو وارونه وكړل . د دوى توري د اسونو په مريو بر سېرنې ولګېدې،او دواړو اسونو دردناك ششني وكړل ځوانانو يو ځل بيا د تورو وارونه وكړل. د دواړو له لاسونو توري و غورځېدې او د اسونو تر نالونو لاندي يې سرې سپرغۍ وكړې. ځوانانو د اسونو د پاسه د يو بل ګرېوانونه ونيول او لاندي راوغورځېدل. د دښتي له هغه سر څخه يو ځوان په لېونۍ منډه راځي او چيغي وهي : اى خداى ته وګورئ،قرآن ته وګورئ، دا څه كوئ! د دريم ځوان چيغي د اسونو په ششني او د دووجنګيالو ځوانانو په غصبناكو چيغو كې وركې شوې.
دوو ځوانانو له ملاوو زرين خنجرونه راوايستل يو خنجر د يوۀ او بل خنجر د بل په ټټر كې ښخ شو. د دواړو لاسونه د يو او بل له ګرېوانه وختل ، يو-بل ته يې په ځېر سره وكتل ناڅاپه يې يو بل ته ټينګې غېږې وركړې. سره ښكل يې كړل، او ښكې او ويني يې سره ګډې شوې او دواړه غېږ په غېږ غبرګ وغورځېدل. دوو فهرېدلو اسونو دوى ته وكتل. بيايې په يو- بل كې سترګې ښخې كړې او ناڅاپه يې له يو بل نه غاړې تاو كړې، له سترګو يې اوښكې وڅڅېدې، د دوى اوښكې او ويني هم سره ګډې شوې .
دريم ځوان په ستړې ساه راورسېد، لاسونه يې پر ملا كښېښوول او د غورځېدلو ځوانانو سرته ودرېد دواړه يې ښكل كړل، و يې ژړل: بيا يې دواړه ځوانان قبلې ته برابر كړل له خپل پټكي يې ريتاړې څيرې كړې او د دواړو ځوانانو زنې يې پرې وتړلې،پر يوۀ يې خپل پټكى او پر بل يې خپل څادر وغوړاوۀ. بيا د اسونو خواته راغى ، دواړه اسونه يې ښكل كړو ، د دوى تر پښو لاندي يې د دوى توى شوي او شوكېدلي وېښتان له خاورو څخه راټول كړل ، پوكى يې وركړ،ښكل يې كړل او په شنه دسمال كې يې وتړل پر خاورو پرتې او په وينو سرې تورې يې راواخيستې سترګې يې په كې وګنډلې، يوه شېبه په چورت كې لاړ.
ناڅاپه غوسه وراغله دواړه تورې يې يوې او بلې خواته ليرې وشړلې، پر ډبرو ولګېدې ، له شرنګ سره يې سرې سپرغۍ هم پورته شوې. بيا د اسونو و خواته راغى د دواړو پر زخمونو يې په ناز لاسونه راتېر كړل اسونو ششني وكړل ، دريم ځوان دواړه اسونه روان كړل ، د دښتې پر څنډه يې خپل كور ته ورسول اسونو ته يې اوبه او اوربشې راوړې دواړه اسونو اوربشې وخوړې او اوبه يې وڅښلې . دريم ځوان دواړه اسونه څنګ تر څنګ ودرول، د تاووس د بڼكو په شان شنه او زرينه بګۍ يې ورپسې وتړله، سرينده يې راواخيسته او په نوې ليندۍ كې يې د دواړو اسونو وېښتان وتړل، بګۍ ته وروخوت او د سريندۍ په غمګينه نغمه يې بګۍ روانه كړه. بګۍ يې نېغه د وژل شويو ځوانانو و خواته راوسته ، د دواړو مړي يې په بګۍ كې غېږ په غېږ كښېښوول . بګۍ يې له دشتې څخه د غرونو و خواته روانه كړه.
د مازديګر لمر په غرغره و، چي بګۍ يې د غرۀ د بېخ كلي ته ورسوله خلك راخبر شول ، ډلې-ډلې ځوانان راغلل وژل شوي ځوانان يې په پالنګونو كې كښېښوول. خپلو كورونو ته يې په جنازه كې واخيستل، دريم ځوان له بګۍ نه د اسونو په خلاصولو پيل وكړ. دواړه سپين ږيري راغلل، د دواړو په سترګوكې اوښكې وې ، ځوان يې پر ټنډه ښكل كړاو د اسونو له خلاصولو يې منع كړو. د دريم ځوان په سترګو كې اوښكې وې . بګۍ ته وروخوت ، بګۍ يې روانه كړه د شفق د سورخۍ غوندي غمګينه نغمه يې په سرينده كې راواخيسته هلته د غرونو د بېخ د كلي په بر ګودر كې يوې ښكلې نجلۍ په لپو منګى ډكاوۀ او له هرې لپې سره يې كټ-كټ خندل.
يوه بله نجلۍ تش منګى پر اوږه راغله په خندنۍ نجلۍ كې يې سترګې وګنډلې د خندنۍ نجلۍ ورپام شو:
اى خورې ولې داسي بدبد راته ګورې؟
قهرجنې نجلۍ په غوسه كې ورته وويل:
-وشرمېږه، لا خاندې هم ته خبره نه يې ستاپر سر دوې جنازې تورو خاورو ته وځي. خندنۍ نجلۍ په چيغو وژړل.منګى يې پر سر كړ او په منډه روانه شوه په لاره كې راوغورځېده، بنګړي يې مات شول
منګى يې كودي كودي او جامې يې لمدې خيشتې شوې.


سباچي لمر د كلي پر هديره ولګېده ، ورسره جوخت دريم ځوان له خپلې سريندې سره د هديرې تازه قبر ته ډډه وهلې وه . د لمر د وړانګې د سريندې پر زرينو تارونو لګېدې او په خوا كې يوې غمګينې نغمې لكه زخمي كوترې وزرې وهلې. څو ګامه اخوا يوه نجلۍ چي په سترګو كې يې اوښكې او په لپه كې يې دعا ده ، د تازه قبره خواته راروانه ده . نجلۍ په ډېر ادب د سريندې له نغمو سره ورو-ورو او منظم ګامونه اخيستل كله چي قبر ته رواورسېده، نو پر ځاى ودرېده او لپه لاسونه يې پر مخ راكاږل. دريم ځوان سرينده غلې كړه او له اوښكو ډكې سترګې يې ورپورته كړې. د دوى د سترګو تر منځ د لمر وړانګې لكه زرينې نېزې تېرېدې او هم اغلته پورې د كلي د هديرې پر بل نوي قبر لګېدې، ځوان له نجلۍ څخه پوښتنه وكړه.
ستانوم ؟ نجلۍ وويل
ښكلا .
نجلۍ پوښتنه وكړه او ستا؟.
ځوان وويل مين .
نجلۍ يې نوم زمزمه كړ مين.
دريم ځوان يو ځل بيا نجلۍ ته سترګې ورپورته كړې او بيا يې نوي قبر ته ګوته ونيوله ويې ويل:
ته پر دۀ مينه وې؟
نجلۍ چي په سترګو كې يې اوښكې او په ستونې كې يې سلګۍ ده، د نغمې په ډول سر وښوراوۀ. په غريو نيولي اواز يې وويل .
– نه، زه پر دۀ مينه نه وم . دۀ څو- څو ځله ماته راكتلي وو راته خندلي يې وو. ما هم خندلي وو، خو ورته خندلي مي نه وو، پرې خندلي مې وو، دا زما خندا وژلى. لكه ما چي وژلى وي ، زه اوس راغلې يم او بخښنه ترې غواړم او دۀ ته د خداى په دركې د بخښنې سوال كوم . خداى دې يې وبخښي . نجلۍ يو ځل بيا لاسونه لپه كړل . دعا يې وكړه او بېرته د خپل كلي پر خوا روانه شوه.
مازديګر چي لمر د غرونو پناه كېدۀ دريم ځوان د كلي د هديرې په بل سر كې ناست و.يوه نوي جوړ شوي قبرته يې څنګ لګولى و او په سرينده كې يې تر غروب غمګيني نغمې غږولې . ناڅاپه يې له سريندې سر پورته كړ . كه ګوري چي هم اغه اندازه د تازه قبر پر خوا راروانه ده.
دريم ځوان ورته وويل:
– نو پر دۀ خو به خامخا مينه وې ؟
نجلۍ هماغسي د نغمې په ډول سر وښوراوۀ او په غرېو نيولي اواز يې ورته وويل:
– نه دۀ هم ماته څو ځله راكتلي وو، راته خندلي يې وو ، ما هم خندلي وو ، خو ورته خندلي مي نه وو، پرې خندلي مي وو، او دا هم زما خندا وژلى . اوس بخښنه ترې غواړم اود خداى په دربار كې د بخښنې سوال ورته كوم .
دريم ځوان نجلۍ ته له اوښكو ډكې سترګې ورپورته كړې، د نجلۍ په سترګو كې هم اوښكې دې، د دواړو په اوښكو كې د غروب وروستۍ سورخي رپېده. دريم ځوان نجلۍ ته وويل:
ښه، ته نو خلك وژنې ؟
نجلۍ ځواب وركړ:
نه، زه يې نه وژنم ، زما خندا يې وژني،
دريم ورغبرګه كړه:
– نو تا خو نه ماته وخندل نه دې راپورې وخندل.
نجلۍ ځواب وركړ:
هو ځكه چي تا هم ماته ونه خندل:
په اننګو كې مسكه شوه و يې ويل خو زه له تا سره جګړه كوم:
ځوان وويل:
كله ؟
نجلۍ وويل:
بلې جمعې ته راځه يو ځاى به د جنګ ميدان ته ورځو
ځوان ښه، وويل نجلۍ د خپل كور پر خوا رهي شوه دريم ځوان هم د خپل كور پر خوا روان شو.
جمعه راورسېده، دريم ځوان د اسونو په غاړو كې د ګلونو امېلونه واچول، څنګ تر څنګ يې ودرول د تاووس د بڼكو غوندي تك شنه د زرينو كرښو والا بګۍ يې ورپسې وتړله ، د بګۍ پر سر يې ورېښمينه چترۍ ودروله له چترۍ نه رنګارنګ پردې راځړېدې ، د غرونو د بېخ كلي ته يې بګۍ راوسته ، نجلۍ په ورېښمينو شالونو كې پټه وه ، د دريم ځوان مخ هم په ګلونو كې پټ و ، بګۍ ته وروخته او دواړه څنګ تر څنګ كښېناستل . دريم ځوان د نجلۍ له مخ نه شالونه پورته كړل نجلۍ هم د دريم ځوان له مخ نه د ګلونو امېلونه اخوا كړل دواړو يو بل ته وكتل ، په سترګو كې يې اوښكې او پر شونډو يې موسكاوې غزېدلې وې ، ناڅاپه يې د يو بل له غاړو لاسونو تاو كړل لكه د ژوند په وروستۍ شېبه كې دوه پخلا شوي دښمن زلمي ، لكه دوه پخلا شوي دښمن جنګي اسونه


 تاثر  h.taseer@gmail.com   

.