کور / شعر / لوظونه پښتانه

لوظونه پښتانه


 
  خومارراسره مل وى دژوندون په هره لاره.
   چه ستړي شانې هيلې اميدونه پښتانه وى.
     دستادباڼوغشي دكاږه راتلا ى جانانه.
   چه كاته دپښتانه وى اورازونه پښتانه وى.
    بس نن به په دې خامه بهانه ماتېدئ ولې.
    جانانه كه دستاكړي لوظونه پښتانه وى.
  خېرټول وى سوځيدلى ورته نيم دنوى پاتې.
  كه ستاشوخې اداګانې اونازونه پښتانه وى.
مابه ژوندوى په تخفه كې ستاښكلا لره وركړى.
  كه ستازنه پښتانه وى پرې خالونه پښتانه وى.
   تردې ډېروموتوبه ده يويوغړپ مورسيدلى.
   چې مۍ اوميخانې اوهم جامونه پښتانه وى.
   رقيب مې دپراديوپه لاس وژني ژاړم ځكه.
 په مرګ مې خفه نه وم كه لاسونه پښتانه وى.
  پښتۍ ددښمانانوبه وى غبرګې غبرګې ماتې.
  كه تورې پښتانې وى ګذارونه پښتانه وى.
    چورلكې به زمونږپركلوټيټې راتلى ولې.
 كه ټول سره يولاس وى كاروانونه پښتانه وى.
   دپراديودپښوپل به دپښتوپرخاوره نه وى.
 كه سينې دپښتانووى پكښې زړونه پښتانه وى.
                اوكراين ادېسه