کور / تازه خبرونه / د رسنيو مالي سرچينې بايد معلومي شي

د رسنيو مالي سرچينې بايد معلومي شي

د اطلاعاتو او كلتوروزارت وايي چې د رسنيو د ښه او منظم فعاليت لپاره بايد د هغوى مالي منابع معلومې شي.
ددې وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارزراشدي د يك شنبې په ورځ په كابل كې د ولايتونو د اطلاعاتواو كلتورد رئيسانو په يو ورځنى سيمينار كې وويل چې په ولايتونوكې هم بايد درسنيو مالي منابع څرګندې شي اورسنۍ د قانون خلاف د سيمه ايزو چارواكو په ستايلونه وي بوختي.
دا په داسې حال كې ده چې دامهال ويل كيږي ډير شمېر خصوصي رسنۍ د ځينو سياسي كړيو اوحتى بهرنيوهيوادونو لخوا پيسې ترلاسه كوي او په دې هيواد كې بي اتفاقۍ او بيلابيلو تعصبونو ته لمن وهي.