يو طالب قومندان وژل شوى

56 | نوومبر 8th, 2009


د كاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په لنداخيلو سيمه كې يو طالب قومندان له خپل يوه ملګري سره وژل شوى دى.
د كاپيسا ولايت دامنيت آمر ډګروال وهاب الدين كوهستاني آزادۍ راډيوته ويلي چې دغه طالب قومندان محفوظ نوميده او له پوليسو سره په نښته كې وژل شوى.
په خبركې ويل شوي چې په دې پيښه كې يوملكي كس هم وژل شوى او يو بل ټپى دى.
طالبانولاتراوسه د خپل قومندان د وژل كيدو په اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024