کور / شعر / سپوږمۍ

سپوږمۍ

 


كاش!


چې زه سپوږمۍ وى


په اسمان كې ځلېدلى


دا د مينې پلوشې مې


په جهان كې خورولى


ستا د كور بلۍ له ورو ورو


په ګردش كې زه راتللى


دا خوږه خوږه رڼا مې


داد خپل وجود احساس مې


ستا د كور په لوى انګړ كې


ګېر چاپېره خورولى


د چمبې سره ستا كټ وى


په وږمو په الله هو كې


يو رنګين خيال كې ويدۀ وى


ستا احساس مې تخنولى


ستا جذبې مې ويښولى


ستا مې خپل حسن ته پام كړى


ته زما په ننداره وى


ته زما مينه كې مست وى


تا نغمې په ما ليكلى


ما په چُپه خله خاموشه


درته لري نه كتلى


موږ د يو بل تماشه كړى


زموږ شپې سبا كېدلى


 تاثر  h.taseer@gmail.com