کور / شعر / د عمر خيام رباعيات

د عمر خيام رباعيات

د عمر خيام رباعيات


ژباړه………. كاكاجي صنوبرمومند
 
د خپل نفس سره همېش يمه په جنګ
يم د خپلو ناكړدو نه په زړه تنګ
زه منم چي به زما له ګناه تېر شي
څو په خپلو عملونو راځي ننګ
                          ر
داسي راز د دې جهان مې په دفتر شته
كه يې ووايم نو وېره مې د سره شته
پټه خله ، ډكه سينه به ګور ته لاړ شم
چي لايق مې څوك د راز. نه د باور شته
                            ر
يو هوشيار راته په خوب كې دا ويلي
د ښادۍ ګلونه خوب كله سپړدلي
هغه كار ولې كوې چي كوم له مرګ دى
پس له مرګه يې كوه لاندي تر څلي
                            ر
همېشه زما په لاس تېغ د ځواب وي
په دې تُوره زما فتح په هر باب وي
د دښمن زړګى زما نه تل كباب وي
جوړ د دۀ له سره مې جام د شراب وي



 تاثر  h.taseer@gmail.com