هغه د ملا سراى…..
خان اكا زموږ د كلي دى. ګونځي ګونځي مخ، شنه ږيره، خيرنه لنګۍ په سر،جګه ونه، وچ كلك ډنګر سړى دى. ډېر غريب دى. لږ ټوټه ځمكه لري چي ټول كال د هغې په ساتلو لګيا وي. بس دومره ځيني پيدا كوي چي د ده او مېرمني ګزاره يې ورباندي وشي. يا يو بل ځاى د لاس خواري كاږي. ژوند دى د ستونزو سره يې تېروي. د خان اكا خوښينه څلور ورځي مخكي راغلې وه. خوښينه يې خداى سته ښه پر له پوري وه. جګه ونه، غټي توري سترګي، سپين مخ، تور باڼه. خوښينه يې څو واري مخكي هم راغلې وه. نصيب زموږ د كلي له هغو ځوانانو څخه دى چي ښه ځواني لري. جګه ونه، غټي سترګي چي د هر چا پام ځان ته اړوي. خوښيني يې له نصيب سره اړيكي درلودې . د خان اكا په كور كي يو څه بوټي د سراى په يو كونج كي او څه اوړه په خونه پراته وو. يوه ورځ چي كور ناست وم په كلي كي نارې شوې: – خان اكا بوټو ته پېريانانو اور وراچولى دى. زه هم په منډه راووتم. د خان اكا كره چي ورغلم اور مو زر-زر مړ كو. خو ښه و اور يې ډېر نه و اخستى زر مړ شو. كه ګورم په سراى كي يوه نجلۍ ګرځي. خان اكا راته ويل: – نن څلرمه ده چي پېريانان مي كله بوټو ته اور ور واچوي كله اوړه سراى ته راغورځار كړي. نه يم خبر چي دا بيا له كومه راپيدا سول. زه خو د مږيتنو په كور هم نه يم ختلى نه په ايرو ختلى يم. نه په كومه كنډواله كي تېر سوى يم. – خداى به خير كړي. ته يو تاويز وكاږه خداى بې ورك كړي. دا نجلۍ څوك ده؟ – دا مي خوښينه ده. – څه وخت راغلې ده؟ – نن يې څلرمه ده. – دا پيريانان څه وخت پيدا سوي دي؟ – د هغوى نن درېيمه ده. – ته تاويز راوړه او په دې نجلۍ هم پام درسره كوه. خان اكا له يو ملا څخه تاويزونه او څاښتونه راوړل خو كومه ګټه يې ونه كړه. كله چي ماخستن دوى پرېوځي خوښينه يې ځيني راووزي. نصيب هم ځان ورته رارسولى وي. دا ده سراى تر ړنګ دېوال سر ورته راپورته كړي دى په كوڅه كي ورته ولاړ وي. يوه ورځ مي خان اكا ته ويل: – پېريانان نسته. ته داسي وكړه په دې خوښينه دي څاره. زه خو وام دا كار دا كوي. – ته لېونى سوى يې. هغه زما په دې حال نه ده خبره. هغه به ولي زما بوټي سوځي. هغه په دې ښه پوهېږي چي زه يوه ګوله ډوډۍ نه سم پيدا كولاى. – ستا خبره خو سمه ده. خو بيا هم ته پسي ګوره چي دا څه كوي. يوه شپه د شپې په سراى كي نارې شوې: – هغه د ملا خالي سراى ته كډه بار كړئ. كني ټول كور به مو وسوځوم. زموږ په كلي يو د ملا سراى دى چي دا مهال خالي ولاړ دى. خان اكا خواركى وېرېدلى و. سهار وخته يې لا كډه په شاه كړه د ملا خالي سراى ته راغلى. د ملا د سراى تر څنګ د نصيب دوى كور دى. اوس نو دوى په اساني سره كولاى شي خپل د زړه خواله سره وكړي. په دا بله ورځ مي نصيب وليد ورته ومي ويل: – هلكه په دې نجلۍ كار مه لره. صبا به چا ليدلي ياست بيا به ټول كښته ګورو. ځان يې داسي واچاوو لكه دى چي په شي نه وي خبر وې ويل: – كومه نجلۍ؟ – ولي د خان اكا خوښينه چي راغلې ده. – نو زما يې څه چي راغلې ده. – زه دي په ټولو كيسو خبر يم. بله واره چي دي ورسره ونه وينم. د هغه غريب بوټي مو ټول وروسوځول. شرم نه لرئ . ده هم ځان واچاوو نور يې څه ونه ويل. خان اكا ته مي ويل: – څنګه سو پيريانان ورك سوو؟ – شكر ده اوس شى نسته. نه اوړه راغورځوي نه بوټو ته اور ور اچوي. – خوښينه دي څنګه ده. كله -كله پسي ګورې. – ته په رښتيا لېونى سوى يې. ما درته وويل چي هغه دا كار نه كوي. هغه ښه نجلۍ ده. ته داسي وكړه د شپې پسي ګوره چي دا له خوني وزي كنه. – هغه خو چي زه كله-كله له خوبه راكښېنم دا په ځاى كي نه وي. وايي زه د باندي وتلې وم اوبه مي څښلې يا…………… – دونه ډېر وخت سړى په اوبو پسي تېروي؟ ته هم د چا خبره نه منې. وختي مي لا درته وويل سي په نجلۍ پسي پام كوه. د ده د خبرو په ډول مي ورته وويل: – تا ويل هغه به نو زما بوټو ولي سوځوي. مړه خوله دي نيولې ده. دى چي ماخستن كور ته تللى و نو د شپې چي پرېوتل. دې ته يې كتل چي كله وزي. نجلۍ كله سر راپورته كړي چي وه ګوري دوى ويده دي كه ويښ. هغه چي وګوري دوى ويښ بيرته سر كېږدي. څو ځله يې سر راپورته كړي چي د دوى خرا سته كه نسته. هغه شى نه وي بيا سر كېږدي. نجلۍ هم نور په نفس شوه چي دوى ولي نن نه وېدېږي. كله چي يې د راوتلو اراده وكړه راولاړه شوه خان اكا ورته وويل: – پرېوزه-پرېوزه. ماته محيب ټوله كيسه وكړه. سهار بې سره ګورو. دونه ډېر وخت سړى په اوبو پسي نه تېروي. كله چي سهار شو خان اكا د انجلۍ غوټه په شاه كړه د پلار كره يې بوتله. له هغې خوا چي راغلى راته ويل يې: – دا ريښتيا هغسي و لكه څنګه چي تا ويل. خان اكا خواركي بيرته خپل كور ته كډه بوتله.