کور / تازه خبرونه / افغان هوايي ځواک بيا پرانستل سو

افغان هوايي ځواک بيا پرانستل سو

له بي بي سي په مننه


د افغانستان د هوايي ځواکو د قول اردو مرکز تر ١٧ کلن ځنډ وروسته له سره پرانيستل شو.

دغه مرکز چې د ٤ زره هوايي ځواک وړتيا لري د څه کم ٢ سوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د امريکا په مالي مرسته جوړ شو.


په همدې ترڅ کې متحده ايالتونو او عربي اماراتو له دغه ځواک سره د ٢٦ چورلکو او الوتکو مرسته هم وکړه.


د چارواکو په وينا د ٢٠١٠ کال ترپايه به دغه شميره ٦٠ ته ورسيږي.


له نن ( پنجشنبې د مرغومي ٢٧ د جنوري ١٧ ) څخه شاوخوا ١٧ کاله وړاندې دغه هيواد هوايي ځواک لږ ترلږه ٥٠٠ جنکي جيټ الوتکې او چورلکې درلودې چې د چارواکو په وينا اوس يې يوه دانه هم نشته.


دافغانستان د هوايي ځواک د قول اردو دغه لوى مرکز دکابل هوايي ډگر په لويديځه څنډه کې پروت دى چې د شاو خوا ٤ زره سرتيرو د وړتيا د لرلو سربيره د چورلکو د ساتلو لپاره اوسپنيزې خونې هم لري.


افغان ولسمشر حامد کرزي چې د هوايي ځواک په پرانيستونکې غونډه کې يې گډون کړى وو د دغه مرکز پرانيستنه د خپل هيواد د هوايي ځواک د زوکړي ورځ وگڼله:


(له بده مرغه زموږ هوايي ځواکونه ووژل شول او له منځه ولاړل خو نن خداى يو ځل بيا پرموږ د دغه ځواک د جوړيدو لورينه وکړه.د خپل بدن په ټول ځواک د هيوادينۍ مينې سره به دغه نوې جوړيدنه د يو ځواک په بڼه بدله کړو.)


دم گړۍ دغه مرکز ٢٠ چورلکې لري چې،په پام کې ده ٢٠١٠ زيږدي کال ترپاپه د افغان هوايي ځواکونو قول ارود شاوخوا سل چورلکي او يو شمير نورې الوتکي ولري.


پوځي کارپوهان د دغو چورلکو مرسته د افغان پوځ د پياوړتيا او سمبالښت په برخه کې يوه ستره لاس ته راوړنه بولي.


د افغانستان د ولسي جرگي غړى سيد محمد گلاب زوى د همدې نظر پلوى دى.


(( په افغانستان کې د پوځې مرکز جوړيدل د دغه هيواد لپاره يو ښه گام دى
که له هوايي ځواک سره دغه مرستې همداسې روانې پاتې شي او له دغو مرستو څخه د مخالفو وسله والو په وړاندې کار واخيستل شي نو په دغه هيواد کې به د امنيت د بيا راگرځيدو په برخه کې به د پام وړ مرسته وکړي.)


ټاکل شوې چې افغانستان تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ٣٥٠٠ تنه هوايي ځواک سرتيري ولري.


په دغه موده کې به ديادې شوې شميرې سرتيرو ته په کور دننه او بهر مسلکي زده کړې ورکړل شي.


افغانستان نژدې ٢ لسيزې وړاندې په سيمه کې نسبتآ پياوړى هوايي ځواک درلود چې، دکورنيو جگړو په ترڅ کې په بشپړه توکه دړې وړې او پوځي وسايل يي د کباړ په توگه گاونډيو هيوادونو ته وليږدول شول.