کور / شعر / غــزل

غــزل

چې ديار په قــــــــدم پــــل كيدي نويارشي
چې دبل په قـــــــــــدم پل كيدي اغيار شي
په ژوندون يې په دنياكـــــــې قــــــدر نه وي
چې هغه ښاغــــــــلي مړه شي نو دكار شي
چې دحق كلــــــــــــيمه دغلــــته چاويلې
هغه خلك دمـنـــــــصور غوندې په دار شي
دلته چاســــــــره دمـــينـــې قدر نشته
دلته مينه چې چاكړې ګنهګار شي
ماخــــــو ستــــاهره خبــــره ده منلي
خوچې مادرته څـــه ويلـــــې دي انكار شي
څوك چې چيرته داســـلام سرلوړي غواړي
هغه خلك شرپســـــند شي ګرفتــــــار شي
ما هـــــــم ډيرســــوالونه ستا دمينې كړي
خداى دې وكړي چې دستا په خوله اظهارشي
چې ته نه وي زړه مې نه وي روح مې نه وي
چې ته راشي زړه مې هلـــــــه په قرار شي
زه به هله ستا صفت په شونډوكړمه
چې مې زړه ستا له يادونو نه اوزګارشي
دغه ستــــا حنيفي ستــا لپاره ژوند كړي
خداى دې نه كړي چې دستــا ځنې بيزار شي