نيمګړې کيسه
خدايه خير کړى نن به بيا راته ارمان په پخوانيو سريندو لاس پورې کړي، ويل به يې زما د ژوند هيڅ خوند اورنګ نشته ، فکر وړى يم، چې زما راتلونکى به څنګه روښانه او سمسور شي، ما به ورته ويل: زموږ ژوند خو داسې د ګلانو څخه ډک دى، هره ورځ د خپلې مېرمنې په جنجال کې مې زوړ څادر شليدلى وي، هره ورځ به يې راته داد غم نغمې اورولې اخر مې دصبر رسۍ وشلېده، نو ورته مې وويل: ارمانه د خداى په خاطر کله خو هم راته خوږې او له سرور څخه ډکو نغمو په څير زړه راښکونکې خبرې اور وه ، پدې خبرو خو دې زما ماغزه را خراب کړل نور د پاى ټکى ورته کيږده.
ټيټ ماسپښين مې د سيل په نيت د پارک يوې ونې ته ډډه ووهله، يوځل بيا ارمان خپلو غميزو خبرو ته ادامه ورکړه، په خبرو خبرو کې يو داسې ټوخي واخيست، ماويل په خداى چې نفس يې ترخولې راوخوت سمدلاسه يې له جيب څخه يو سپين رومال راوويست اوخولې ته يې ونيوه، لږ څه يې چې د ټوخي نه ارام ترلاسه کړ، چپ لاس کې رومال تر شاه پټ کړ، ما ورځنې وپوښتل ارمانه څه خبره ده؟ مالا داخبره پوره کړې نه وه، هغه وويل: هيڅ نه خانه وروره ! ما يې ژر له لاس څخه دسمال راکش کړ، نو څه ګورم ټول په وينو لړلى دى.
زه شک ځان سره واخيستم ورځنې مې وپوښتل ارمانه دا څه وينم؟ ويې ويل: چې خانه ،کومه د تشويش خبره نده، له هغه ځايه مې په وچ زور تر روغتون پورې ورساوه، له معايناتو نه وروسته ډاکټر راته وويل:
خانه بچيه دوست ته دې دوعا کوه، ورباندې بيا ټوخى رانشي، هسې نه چې ….. ؟
په بې صبرى سره مې ورته وويل: څه خبره ده؟ ډاکټر صيب ژر راته ووايه:
ډاكټر وويل: خانه بچو! که چيرې دغه ټوخى دې په دوست د بيا له پاره را څرګند شو ، نو لاس ورڅخه ووينځه او هغه به يې د ژوند اخري شيبې وي، داځکه چې ارمان دوست دې د نري رنځ ناروغۍ لري. غالباً پنځه يا شپږ کاله به يې کيږي.
د ډاکټر دې خبرو سره مې اوښکو د مخ په وټيو باندې لارې جوړې کړې، کله چې مې د ارمان اتاق ته سر ورښکاره کړ، نو دوه کلنه ثمينه لور يې هم ورسره ناسته وه، په خپله وړه ژبه يې ورته ويل: بابا جانه تاسې دلته ولې پراته ياستى مور خو به مې درسره جنګ نه وي کړى، زه به ورسره خبرې نه کوم، هغه بله ورځ يې زه ووهلم ډېره ور څخه ګيله منه يم. زه مې مور ته نه ورځم، بابا جانه تاسو چې کوم ځاى ته ځى ماهم درسره بوځى، هلته به راته د ښاپيريو او ديوانو ښکلې ښکلې کيسې اور وې ، د ثمينې خبرو زما زړه نور هم را ډک کړاو بې دريغه مې په سترګو کې اوښکې راغلې.
ورنږدې شوم سلام مې وکړ ارمان ځيرځير راته کتل، راځه خانه وروره خير خو دى؟ سترګې دې سرې ولې دي؟
ارمانه که ريښتيا راباندې وايې ثمينې لور داسې خبرې وکړې، چې زما په سترګو کې له ډېرې خوښى نه اوښکې راغلې.
ارمان وويل: نه! نه! نه! په دوو ګوتو د لمر پټولو کوښښ مه کوه، زما وروره داخبره نده، زه ډېر ښه پوهيږم ته ولې ژاړې؟
تا به هر وخت راته ويل: دادغمو څخه ډکې کيسې دې لږ پريږده، راشه او زما تر څنګ کينه چې دخپل ژوند اصلي داستان درته په ډاګه کړم!
په وړوکوالي کې زما کوژده پلار مې دخپل يو ملګري د لور سره کړې وه.
څو کاله وروسته زه د ځوانۍ پړاو ته ورسيدم نو زما مينه دخپل ماما لور زرينې سره پيدا شوه، څه مهال به چې دمکتب په لورتلم نو اول به مې د زرينې ديدار کا وه، يوه ورځ کاکا مې داخبره راپورته کړه، چې ارمانه بچيه ، پلار خو دې مساپرۍ کې دى، ستا غم به وخورو، او د ګلبازکاکا د لور سپوږمۍ سره به د واده لاس پورته کړو.
ما ورته وويل: چې کاکا جانه زه به څه درته ووايم يوکال مې دپوهنتون فارغيدو ته پاتې دى، ترهغو به مې پلار هم راشي او بله خبره داده چې کاکا جانه زه د زرينې سره مينه کوم، نوره ستا خوښه ده.
زما خبره يې پريکړه، غوسې په سر واخيست وې ويل: زموږ پښتو، غيرت ، ننګ او لوظونه چې د ګلباز اکا سره مو کړي دي، ته غواړې چې زموږ په رواج او دستور پښه کيږدې او يو نوى رواج په موږ تحميل کړې، زه به په خپل قوم کې سر څنګه پورته کوم، دا خلک به څه وايي ما ورته وويل: چې دخپل رواج او عنعناتو په فکر کې يې او زما د ژوند درسره هيڅ فکر نشته؟
بس بس هررنګه چې وي هغه ستا دوړوکوالي چنغله ده ، نورې خبرې د فايدې وړ ندي، چې څنګه زما خوښه وي هغه شان به کيږي او بس…..
خانه څه به يې درته اوږد وم، زما واده د سپوږمۍ سره وشو او دژوند جنازه مې بار شوه، ماهم د صبر لمن خپله او دنفرت څخه ډکه دزهرو کاسه په سرواړوله.
شپې او ورځې تېرېدې، څه دروغ به يې راباندې وايې سپوږمۍ ډېره ښايسته وه، خو وار په وار به د زرينې خطونه راتلل او ويل به يې بې وفا بې وفا ، ستا دلاسه خو زما ځوانۍ برباد شوه.
سپوږمۍ به ټوله ورځ دکور په کارو او نظافت (پاکوالي) کې بوخته وه، ټول کور به يې د شيش محل په څېر پاک او صاف ساته، تر دې پورې که چا به ورته وويل: سر مې درد کوي نو دا به يې خدمت ته چمتو وه.
خو نه پوهيدم زما له پاره ولې تور اژدها ګرځېدلې وه، ورته وبه مې ويل: سپوږمۍ جانې نن خو مې سر ډېر سخت درد کوي، لږ خو د سر درد ګولى راواخله، دې به د انو او بهانو بوجۍ راخلاصه کړه، ويل به يې شرم دى، بده خبره ده، څوک به مو وويني؟
يوه ورځ سخت ناروغه وم، مور مې راته د تبې ګولى راوړې، ګولې مې مخې ته پرتې وې، چې هغه هم دغې مهربانې سپوږمۍ را ځنې پورته کړې، پوه نه شوم چې چاته يې ورکړې.
د ملګرو سره په مجلس کې ناست وم، يوبه ويل: موږ ته خو د خداى پاک (ج) فضل او کرم دى الله (ج) داسې مېرمنې راکړې دي، چې فرښتې دي ، فرښتې، زموږ د خوښۍ او ناخوښۍ ډير خيال ساتي،زموږ د مور او پلار ډېر عزت کوي، داسې پوهه لري چې ته به وايې زموږ د زړه څخه خبرې دي.
زما وار به چې راغى نو زه به غلى شوم، ټول انډيوالان به مې ډير خواشيني شول، نور څه به يې ونه پوښتل زه به ورڅخه پورته شوم.
له دې خبرو به واوړو رابه شو خپلې خبرې ته دوه کاله دواده وشو، د سپوږمۍ په اخلاقو کې دومره توپير راغى، چې هر وخت به يې په کور كې نا تار جوړ کړى و.
ما به ورته دمور،پلار او د کور د نورو غړو له شرمه څه نه شوو ويلى، سپوږمۍ به ددې موقع نه ګټه پورته کوله، د فريب او مکر په خبرو سره يې زما ژوند توره تياره ګرځولى و.
کله چې به مې څه ورته وويل: نږدې وو دکور ټول وګړي ماسره دښمني راواخلي، داځکه چې دکور هر غړي سره يې رويه ګذاره حال وه، لاکن ماته لويه بلا اژدها ترې جوړه شوې وه.
د څوکالو مساپرۍ وروسته به کورته راغلم، کورته په رارسېدو زما هغه شيرين مور اوپلار چې يو وخت يې زما دسپوږمۍ پلوي کوله راته تازه شکاياتي خبرونه وړاندې کول، ما به هم دا تازه بوليټ دخبرونو په دقيق ډول سره اورېده، د ماښام ډوډۍ ته به لاسم ناست نه وم، پلار ديوې خوا مور د بلې خوا دفريادونو پوستي صندوق په خلاصېدو پيل وکړ، ما به له ډېرې جګرخونۍ څخه يوه دوه ګولې ډوډۍ وخوړه او مور ته به مې وويل: مورجانې زه لږ ارام کوم، سر مې ډېر درد کوي، کوټې ته به ولاړم.
کوټې ته له رسيدو سره سم د زما دژوند تياره کوونکې دتورتيارو بلا هم راته لکه د ټوک تېره شوې مرمۍ په څېر چمتو ناسته وه، سپوږمۍ هم له دوى کمه نه وه ، په مکر اوفريب جنه لهجه به يې ښه ونازولم او دکال فرمان به يې په يوه ورځ کې د تحميلولو له پاره خپل بيان ته ادامه ورکړه. دومره ژر ژر له سفره راځې.