کور / تازه خبرونه / كندهار: وچكالي ختمه شوه

كندهار: وچكالي ختمه شوه

دكندهار كرهڼيز چارواكي وايي چې پرله پسې اورښتونو دمځكي تنده ماته كړه او دتېرو درو ورځو راپه دېخوا په كندهاركې پر له پسې واورو او بارانو نو 25 ملي متره اورښت كړى دى او تر دې وړاندي شږ كال داورښتونو په جريان كې تول اويا ملي متره اورښت شوى دى چې په كندهار كې وچكالي په بشپړه توګه له منځه وړې ده .
كندهار دهيواد دګڼو نورو برخو په څېر پرله پسې وچكاليو سخت ځپلى او اوس يې ايله كرهڼيز حاصلات مخ په ښه كېدو ښكاري . دكرهڼېزو پوهانو په خبره چې په كندهار كې به په راتلونكو كلونو كې كروندې ډېري ښې او په زړه پوري وي.