د برلين دېوال د افغانانو د قربانيو له برکته ونړيد

د لراوبر اداره | نوومبر 10th, 2009


 تېره شپه امريکاغږراډيوسره دووتنوافغان شنونکوهريوعالم پايان اواستادحبيب الله رفيع په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دجرمني دبرلين دديوال نړول دافغانانوله برکته دی. دوي زياته کړه چې شل کاله وړاندې په همدې ورځ جرمني ولس هغه يوسلوپنځوس کيلومتره ديوال چې دپخواني شوروي اتحادلخواجوړشوی وچې په ترتيب سره يې جرمني  په ختيځ اولوېديځ المان وويشلی وله منځه يوړاووې نړاوه.
رفيع زياتوي چې هغه وخت چې روسانوپه افغانستان يرغل کړی و، دروسيې اقتصاد ورځ په ورځ اوان تردې چې له پښوووغورځېداوله بلې خواافغان مجاهدينوروسي ځواکونوته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، چې په پايله کې په ميليونونه افغانان شهيدان، بې کوره اوپه زرګونه روسي ځواکونه مړه اوټپيان او له افغانستانه ووتل.
پايان زياته کړه چې دروسې په همدې ماتې اواقتصادي زيان سره المانيانوله موقع استفاده وکړه اودروسيې له خواهغه يوسلوپنځوس کيلومتره ديوال يې له منځه يوړ.
ياده دې وي چې تېره ورځ په زرګونوالمانيانودهغه ديوال دنړېدوورځ ولمانځله چې په دغوکسانوکې دالمان لومړۍ وزيره انګېلامېرکل هم ګډون کړی و، انګېلامېرکل په هغوکسانوکې وه چې شل کاله وړاندې دنوموړي ديوال په نړولوکې ګډون کړی و.

Copyright Larawbar 2007-2024