په کابل کي خپريدونکو ورځپاڼو ته لنډه کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو داځلې خپل زياتره مطالب بيا هم د افغانستان نوي حكومت، امنيت او بيارغونې ته ځانګړي كړي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې د كابل له نوي حكومت څخه يى غوښتنې زياتې شوي دي.

ورځپاڼې په دوام دغو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې حامد كرزى بايد پخپل نوي حكومت كې فساد له ريښو وباسي او افغانستان بايد بيا د ترورستانو په مركز بدل نشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د فساد د له منځه وړلو لپاره نړيوالو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې دا په اصل كې په حامد كرزي د پخواني حالت د دوام لپاره د فشار راوړل دي، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد په ګډه داسې وصول وضع كړي په فساد كې ښكيل كسان محاكمې ته راښكل شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د الجزيرې د ټلويزيون د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې په نورستان كې له مخالفينو سره امريكايي وسلې ليدل شوي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې تر دې مخكې د افغانستان په شمال كې طالب وسلوالو ته د وسلو د وركولو ګونګوسې خپرې شوې وې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له افغانستان سره د مرستې لپاره د جاپان وروستۍ ژمنه د پاخه نړيوال ملاتړ يوه غوره بيلګه بللې او ليكلي، چې دا په دوهم ځل د ولسمشر كرزي له انتخاب وروسته له افغانستان سره لومړنۍ لويه مرسته ده.

ورځپاڼې بيا هم د اسټامبول غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې برخې راخستې او د هغې په استناد يى ليكلي، چې په افغانستان كې د اسلامي هيوادونو پانګه ونه نه يوازې د افغانانو په ګټه ده بلكه په سيمه او اسلامي نړۍ كې به د سولې او سوكالۍ له بهير سره هم مرسته وكړي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د جرمونو او جنايتونو په مخنيوي كې د خلكو په همكارۍ ټينګار كړې دې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دا سپارښتنه كړې، چې تير اختلافات بايد يوې خوا ته كيښودلې شي او د موجوده ستونزو په وړاندې مبارزه وشي.

ورځپاڼې په دوام كې د ولسمشر كرزي له بيا انتخاب نه د ملګرو ملتونو ملاتړ ته په اشارې ليكلي، چې د انتخاباتو په اړه په تيرو لانجو پيچل ولس ته كومه ګټه نلري او پكارده، چې د ترزرم په خلاف د روانې مبارزې په څير په مهمو مسئلو تمركز وشي.

ورځپاڼې په پاكستان كې روان حالات هم څيړلې او وروستيو ځان وژونكو حملو ته په اشارې يى ليكلي، چې وسلوالو يوه نوې جبهه پرانستلې ده.

ورځپاڼې پخپل نننې كارتون كې ككړ چاپيريال انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې د چاپيريال خوندي كول خورا ضروري دي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د افغانستان د انتخاباتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي دريځ ته په اشارې، چې پكې شوي انتخابات مشروع او سالم بلل شوي ليكلي، چې افغانستان اوس مهال د نړۍ د پاملرنې په مركز كې ځاى لري.

خو اصلاح بيا د مګروملتو دغه ملاتړ ته په اشارې له خلكو غوښتي دي، چې بايد خپل فكرونه همكاريو او مرستو ته متمركز كړي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې ټولې سياسي ډلې بايد د فساد په له منځه وړلو كې له يو بل سره همكاري وكړي.

ورځپاڼې په يو بل ځاې كې د اتو سترو صنعتي هيوادونو د ډلې دا وينا راخستې، چې له ولسمشر كرزي نه د يو كارامده حكومت په جوړولو كې ملاتړ كوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو په وروستۍ پريكړې تبصره كړې، چې پكې د افغانستان انتخابات مشروع او معتبر بلل شوي او ليكلي، چې افغانستان په اوسنيو شرايطو كې يو مشروع او غښتلي حكومت ته اړتيا لري.

Copyright Larawbar 2007-2024