مهمند اېجنسي : ۱۰ وسلوال وژل سوي دي
په مهمند اېجنسۍ کښي د امنيتي ځواکونو په چڼيزو عملياتو کښي لس تنه وسلوال طالبان وژل سوي دي .
د امنيتي سرچينو له مخي د مهمند ايجنسۍ په بيدمني، سړه خوا او غنم شاه نومي سيمو کښي د هليکوپتر په مټ د وسلوالو پټ ځايونه په نښه سوي چي لس تنه وسلوال پکښي وژل سوي او ډېر نور ژوبل کړل سوي دي
بل لوري ته د کوهاټ په هلي-ټنګ نومي سيمه کښي هم د امنيتي ځواکونوپه چڼيزو عملياتو کښي د ۱۳ تنو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکول سوئ دئ .
دا پداسي حال کي ده چي پرون ماپښين د چارسدې په عام بازار کښي وسلوالو له خوا په ترسره کړي چاودنه کښي نژدې ۳۴ تنه ووژل سول او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ژوبل سول .