کور / تازه خبرونه / دښځو لاسي صنايعو ته دبازار موندنې غونډه

دښځو لاسي صنايعو ته دبازار موندنې غونډه

په كندهار كې دښځو داقتصاد اولاسي صنايعو دښه كېدو په موخه غونډه وشوه دغه غونډه دښځو دچارو په رياست كې جوړه شوې وه . د ښځو د لاسي صنايعو د ودي په اړه د غونډه كې ښځو دخپلو كارونو دبازار موندنې لپاره خپري وكړې .
غونډه د افغان نوښت مشورتي دفتر په مټ جوړه شوې وه ، دنوښت ددفتر دمشرانو له لوري  د کندهار د يو شمېر مېرمنو سره د لاسي صنايعو د بازار موندنې د برابرولو ژمنه وشوه.
په غونډه کې ډېرو برخه والو مېرمنو هم خبرې وکړې او هرې يوې په خپل وار سره د افغان مشورتي شرکت څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په خپلو کورونو کې ښځينه استادانې وګمارل شي تر څو ښځې د لاسي صنايعو په وسيله د اقتصاد په لوړوالي کې ونډه واخلي.
نوښت مشورتي شرکت د کندهاريو مېرمنو څخه وغوښتل چې دوی دې د مشورتي دفتر سره د صناعتي شيانو د ودې او همدارنګه د لاسي صنايعو د صادرولو په موخه له دوی سره مرسته وکړي. كندهار يو ددغه هيواد له هغو ولايتونو څخه دى چې ډېرى ښځي يې په لاسي صنعيو كې وتلى نوم لري