دازاد بازار په نوم دكانداران ناجايزه ګټه كوي

34 | جنوري 17th, 2008


دكندهار ګڼ اوسېدونكي وايي چې افغانن حكومت دې په بېړني صورت سره دتوكو بيي كنټرول كې . دكندهار ښاريان وايي چې حكومتي چارواكو دآزاد بازار اعلان كړى او له بله لوري دوكانداران له دغه ټكي څخه ناوړه ګټه اخلي او په ډېرو لوړو بيوړ توكي پلوري . ځايي خلك وايي  دكاندارانو اوځينو تجارانو لاس سره يوكړى او په دې ډول ددوى په وينا دخلګو كورونه لوټي ، دكندهار په څرې دهيواد په ډېرى نورو ولايتونو كې هم دوكانداران دآزاد بازار په نوم خوراكي او داړتيا وړنور توكي په ډېرو لوړو بيو پلوري

Copyright Larawbar 2007-2024