کور / تازه خبرونه / يو افغان بيا اعدام شو !!!!!!!!!

يو افغان بيا اعدام شو !!!!!!!!!

دافغانستان په ناارامه هلمند ولايت كې نن بيا ديوه افغان داعدام خبر وركړل شو. دغه افغان چې دهلمند په نا امنه ولسوالي موسا كلا كې وژل شوى ، وسله وال طالبان يې نوم عبدالولك يادوي او وايي چې دموسا كلا دزړې كلا اوسېدونكى دى او دوه وويشت 22 كاله عمر لري پردغه ځوان وسله والو طالبانو دجاسوسي تور لګولى او طالبان وايي چې دى يې لومړى راوځړاوو او وروسته يې په ګوليو وويشت ، دا ځوان دطالبانو په وينا دوې ورځي وړاندي له موسا كلا ولسوالي څخه طالبانو تښتولى وو. دده دوژل كېدو په اړوند لا تردامهاله افغان چارواكو غبر ګون نه دى ښودلى . دالومړى ځل نه دى چې طالبان ورته كار كوي او دخپلې واكمنۍ له ړنګېدو راهيسته يې په لسګونو كسان دجاسوسۍ په تور وژلي دي چې دقيقه شمېره يې نه ده مالومه .