په ننګرهار كي ۸ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

56 | نوومبر 12th, 2009


د ننګرهار ولايت امنيتي چارواكي وايي چي په نازيانو ولسوالۍ كي تر درې ساعته جګړې ورسته د فيصل په نوم د يو قومندان په ګډون درې كسه مخالفين يې وژلي دي.

د ننګرهار د سرحدي پوليسو قومندان پاسوال محمد زمان مموزي د دغو څرګندونو تر څنګ ويلي چې درې كسه پوليس هم په دغه نښته كې ټپيان شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي، د سرحدي پوليسو شپږ پوستې يې نيولي او څوارلس پوليس يې وژلي دي.

خو سيميز چارواكي دا نه مني .

بل خوا د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ كي پر يو ټيكټر د ماين په چاودنه كي دوه كسه وژل شوي او درې كسه نور ټپيان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024