په بلخ كي ۸ سړي تښتوونكي نيول شوي

56 | نوومبر 12th, 2009


په بلخ ولايت كي د سړي تښتوونكو يوه اته كسيزه ډله نيول شوې ده.

د افغانستان د ملي امنيت له رياست څخه په يوه خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي چي دغه كسان د دغه ګروپ د يو تن له خوا چې نه يې غوښتل بيګناه خلك وځورول شي امنيتي ځواكونو ته په لاس وركړل شوي دي.

ويل كيږي چي د سړي تښتونكو د نيونې پر مهال هغوى له امنيتي ځواكونو سره مقاومت كړى او يو كس په كي ژوبل شوى .

نيول شوو كسانو خپل جرم منلى او د دغه ګروپ د پاته كسانو د نيولو لپاره هم هڅې روانې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024