کور / تازه خبرونه / په کابل کی امریکایی سفیر واشنګټن ته خبردارﺉ ورکړ

په کابل کی امریکایی سفیر واشنګټن ته خبردارﺉ ورکړ

فرانس پریس آژانس د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز په حواله خبر ورکوی چی په افغانستان کی د امریکا سفیر ( کارل آیکن بري ) سپیني ماڼۍ ته خبردارﺉ ورکړی چی افغانستان ته باید د نورو ډیرو پوځیانو د لیږلو په باره کی محتاط اوسی . آیکن بري دوه کاله ( د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ پوری ) په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو قوماندان و ، بیا تقاعد سو ، خو اوس هلته سفیر دی . ده سپیني ماڼۍ ته ویلی چی زه د حامد کرزي پر توانایی شکمن یم او په افغانستان کی د فساد په هکله اندېښمن یم نو ځکه د نورو ډیرو پوځیانو د را لېږلو په باره کی باید له احتیاط او سنجش څخه کار واخیستل سی . څیړونکي وایی چی اوباما اوس خپلو سلاکارانو او عالیرتبه مامورینو په شک کی اچولی چی څه وکړی ، حال دا چی د طالبانو قدرت ورځ په ورځ ډیر او پراخیږی .