کور / تازه خبرونه / پښتونخواميپ:په ټاكنو كې برخه مه اخلئ

پښتونخواميپ:په ټاكنو كې برخه مه اخلئ

دبښتونخوا ملي عوامي ګوندله مركزي دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې ټول سياسي ګوندونه دي دفبروري پر18 نېټه په ټولتاكنو كې برخه نه اخلي . خبرپاڼه وايي چې داټولتاكنې آزادي نه دي او دپروېز مشرف له لوري يوه دسيسه ده ، دپښتونخواملي عوامي ګوند له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دپروېز مشرف دپاليسيو له كبله پاكستان دترهه ګري په اور كې سوځي او ګراني او بېكاريو دولسي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى دى ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې دټولو سياسي ډلو فرض دي چې په پاكستان كې د ولسواكۍ او عدالې دپعاله كولو لپاره رول ولوبوي اوامريت ته دپاى ټكى كښېږدي .