کور / تازه خبرونه / په پنجوايي كې پرايساف دچاودنې ژوبله ښكاره شوه

په پنجوايي كې پرايساف دچاودنې ژوبله ښكاره شوه

لراوبر ويپاڼي پرون نه وړمه ورځ خبر وركړ چې په پنجوايي ولسوالي كې دنړۍ والو ځواكونو پر موټر نن هم چاودنه وشوه . خو هغه مهال نړۍ والو ځواكونو په دې اړوند څه نه ويل البته اوس دكاناډاهيواد يوې تلويزوني شبكې خبر خپور كړ چې په پنجوايي ولسوالي كې پر كاناډايي ځواكونو دوې چاودنې شوي چې په پايله كې 7 اوه سرتېري تپيان شوي دي ، سرچينه وايي چې سرتېري يې په ښه حالت كي دي 6شپږ كسان يې له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون څخه وتلي خو يو يې لا هم په روغتون كې دى ، داچاودنې دپنجوايي ولسوالي په تلقان سيمه كې داډېسره نيژدې شوي وې.