كاناډا افغانستان ته د مرستو د دوام ډاډ وركړى

56 | نوومبر 16th, 2009


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي كاناډا له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په اړه يو ځل بيا ډاډ څرګند كړى

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري ويلي چي د كاناډا سفير په كابل كي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاكټر رنګين دادفر سپنتا سره، په يو ليدنه كي يوځل بيا ډاډ وركړ چي هيواد به يې په افغانتسان كي د تروريزم پرضد د مبارزي او د افغانستان د بيارغوني له بهير سره خپلو مرستو ته دوام وركړي

كاناډا له افغانستان سره يو له هغو سترو مرسته كوونكو هيوادونو څخه دى چي نژدې ۲۸۰۰ سرتيري يې په افغانستان كي ديره دي چې زياتره يې په كندهار كي دي

خو د كاناډا حكومت ويلي دي چي ددغو سرتيرو ماموريت به د ۲۰۱۱ ميلادي كال تر پايه پوري پاي ته ورسېږي

Copyright Larawbar 2007-2024