براون به په افغانستان كي له خپله پوځي ماموريته دفاع وكړي

56 | نوومبر 16th, 2009


د بریتانیا صدراعظم ګوردن براون به د دوشنبې په ورځ د بهرنی سیاست په اړه په خپلي کلنۍ وینا کي په افغانستان کي د خپل هیواد له پوځی ماموریته دفاع وکړي او بیا به پر دې خبري ټینګار وکړي چي که نړیوال ځواکونه له دې هیواده ووځي ددې خطر شته چي طالبان بیا واک ته ورسېږي او خپل ملاتړې د القاعده غړي به یې بیا د خپلو فعالیتونو لپاره خوندي ځای ومومي.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له مخی د براون د فتر ویلي چي صدراعظم به ددې وینا په ترڅ کی دا په ډاګه کړي چي په روان کال کي ډېر پلانونه ترتیب اوپه بریالیتوب سره تطبیق شوي چي په نتیجه کي یې القاعده د ۲۰۰۱ کال راهیسي تر ټولو ډېره ځپل شوې ده.

براوون په داسی حال کی د افغانستان له ماموریته دفاع کوي چي په ورستیو کي له دې جګړې د خلکو ملاتړ ډېر کمزورى شوی دی.

د یوی وروستی سروی نتیجه ښیي چي اکثریت بریتانویان له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو غوښتونکي دي.
د یوه بل خبر له مخي د بریتانیا د دفاع وزارت پرون د افغانستان په جنوب کي د یوه عسکر د وژل کېدو خبر ورکړى.

د دفاع وزارت وایي دغه عسکر پرون سهار د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي د ګزمې پر مهال د وسله والو له خوا د ټوپکو په ډزووژل شوى.
په دې سره له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا چي بریتانیا افغانستان ته عسکر استولی د وژل شوو بریتانوي سرتېرو شمېر ۲۳۳ ته ورسېد.

Copyright Larawbar 2007-2024