هيلري كلنټن: ډېر وخت په افغانستان كي نه پاته كېږو

56 | نوومبر 16th, 2009


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنتن وايي چي متحده ایالات په افغانستان کې له پاته کیدو سره علاقمندي نلري او هر څومره ژر چي په نښه شوي اهداف تر لاسه شي له دې هیواده وزي.

د میرمن کلنتن په وینا یو هدف د القاعده شبکې له منځه وړل او دا ډاډ ترلاسه کول دي چي، افغانستان به د هغو وسله والو په پناه ځاي نه بدلېږی چي تروریستي حملې کوي .

هیلري کلنتن د امریکا له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کي ویلي چي امریکا په افغانستان کي د اوږدې مودې لپاره د پاته کيدو نیت نلري .

د دې په وینا په افغانستان کې د امریکا مقصد د القاعده ماته او افغانانو سره مرسته ده څو هغوى د وسله والو طالبانو پر ضد له ځانه دفاع وکولاي شي.

Copyright Larawbar 2007-2024